سمسور نیوز (۲کب۱۴۰۱) د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک ویلي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ا، ا پر حکومت بندیزونو لګولو ته چمتووالی نيسي.
نوموړې دا خبره د اروپایي ټولنې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر ناستې وروسته کړې ده.
رویټرز د نوموړې له قوله ویلي، چې په افغانستان کې «د جندر له پلوه ځانګړی شوی تعقيب» شتون لري.
نوموړې همدا راز په بشري سازمانونو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه هم د نه منلو بللې ده.
په افغانستان کې له زده کړو او کاره د ښځو او نجونو د منع کېدو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.