عمران خان نړیوالو ته: افغانستان یوازې مه‌پرېږدئ

عمران خان نړیوالو ته: افغانستان یوازې مه‌پرېږدئ


  • 2 کاله دمخه (15/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1233

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې په دغه نازک وخت کې د هېواد ولس یوازې پرېښودل نه دي پکار. 

د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، چې عمران خان له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې افغانستان ته په بېړنۍ توګه د بشري مرستو پر رسولو او د دې هېواد له یوه اقتصادي بحرانه د ژغورولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.

نوموړي له افغانستان سره د روسیې او پاکستان نږدې همکاري او مشاورت اړین بللی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان امن او استحکام د سیمې امنیت او سوکالي لپاره ډېر اهمیت لري. 

خو بل پلو ګڼ افغانان د پاکستان دا هڅې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي، چې پاکستان یې ردوي.