د حکومت رهبري له اداري فساد سره د مبارزې جدي اراده نه لري.
د اداري فساد پروړاندې د مبارزې شبکې مسئولانو د ډسمبر نهمې د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې د نمانځنې پر مهال د حکومت رهبري تورنه کړه، چې له فساد سره د مبارزې جدي اراده نه لري او د فساد اړوند قضیو سره سیاسي چلند کوي.
دوی وايي، چې حکومت اداري فساد سره د مبارزې په اړه په ملي او نړیوالو غونډو کې ژمني کوي خو تر دې دمه یې د کړو ژمنو د عملي کولو لپاره کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.
فقر، مخدره توکي او د ناامنیو تر څنګ اداري فساد بله هغه ستره پدیده ده، چې په هېواد کې یې د پرمختګونو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د فساد سره د مبارزې لپاره مختلفې ادارې رامنځ ته کړې، چې د فساد ضد د دغو ادارو باوجود افغانستان د نړۍ د سترو مفسدو هېوادونو په کتار کې راځي.