سمسور(یکشنبه د لړم۳۰) د پاکستاني طالبانو د تحریک ډله وایي، چې پاکستان حکومت ته یې درې شرطونه وړاندې کړي او که یې ومنل؛ نو دوی به وسله پر ځمکه کېږدي.
د باوري سرچینو په حواله؛ پاکستاني طالبانو ویلي، چې پاکستان حکومت دې قبایلي سیمې پخواني حالت ته راشي، اسلامي نظام دې نافذ شي او بهر کې دې سیاسي دفتر ولري.
مالومه نه ده، چې د پاکستان حکومت به یاد شرطونه ومني که نه؛ خو تر دې وړاندې یې د ملي امنیت سلاکار ویلي و، چې دوی له پاکستاني طالبانو سره مخامخ ناستې ته کومه اړتیا نه ویني؛ ځکه افغان طالبانو ورسره ژمنه کړې، چې تحریک طالبان ډله به راضي کوي، ترڅو وسلې پر ځمکه کېږدي.
سمسور پرس