ټام وېسټ له یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره لیدنه کړې

ټام وېسټ له یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره لیدنه کړې


  • 2 کاله دمخه (31/05/2022)
  • سمسور
  • 676

سمسور (۱۰غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی «ټام ویسټ» وایي، وړمه ورځ یې په ترکیه کې له افغان سیاستوالو، مېرمنو او مدني ټولنې له استازو سره کتلي دي.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان سیاسي حالت، اقتصادي مسایلو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

ده زیاته کړې، چې د افغانستان سیاسیونو، د مدني ټولنې استازو، مېرمنو او نورو سیاسي څېرو ورته ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د حل لاره نه ده.

هغوی ټینګار کړی چې د بحران د حل لپاره باید سیاسي پروسه شتون ولري، چې په خبره یې، دا پروسه تر اوسه نشته. 

ویسټ زیاته کړې، د دغو لیدنو هدف د افغانستان د راتلونکي په اړه د هغوی نظرونه اوریدل و او په خبره یې، نړیواله ټولنه غواړي چې له ټولو افغانانو سره سلا مشورې ولري.