هرات کې وسله والو غلو یو هټۍ وال په ډزو وواژه

هرات کې وسله والو غلو یو هټۍ وال په ډزو وواژه


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1002

هرات ولایت کې وسله والو غلو یو هټۍ والو په ډزو وواژه او نغدې پیسې یې ترې وړي دي.

د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند وایي دغه پيښه د هرات ښار درب خوش سیمه کې رامنځته شوې او وسله والو د یاد هټۍ وال ۹۵۰ زره افغانۍ له ځان سره وړي.

د عیني شاهدانو په وینا دوکان ته ددغه هټۍ وال له رسیدو سره غلو پر نوموړي برید وکړ او د نښتې له امله ووژل شو او شاګرد یې ټپي شو.

خو د هرات پولیس وایي وژل شوی کس زلمی نومیږي او د پولیسو له همغږۍ پرته یې له صرافۍ څخه دوکان ته پیسې لیږدولي خو په وینا یې په دې تړاو څیړنې روانې دي.