بښنې سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي

بښنې سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي


  • 9 مياشتي دمخه (04/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 347

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې د دغه بنسټ د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونو یو کمپاینر له خولې لیکل شوي، د پاکستان د غیرقانوني کډوالو اېستلو پرېکړه له نړیوالو بشري او کډوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او د افغانانو ژوند ته خطر پېښولی شي.

جېمس جېنین ویلي، د پاکستان نوی حکومت باید له دې نور د افغان کډوالو نه ایستلو په اړه د نړیوالو غوښتنې له پامه و نه غورځوي.

د پاکستان د سند ایالتي حکومت پرېکړه کړې، چې تر کوچني اختره وروسته له دغه ایالت څخه ۶۷ زره راجستر یا ثبت کډوال وباسي.  

پاکستان یادو کډوالو ته د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د کډوالۍ ځانګړي کارتونه وېشلي وو؛ خو د نوې پریکړې له مخې، باطل ګڼل کېږي.    

پاکستان د تېر کال په وروستیو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل.