- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- اسدالله غيرت
- 1119
د احمد پلار احمد ته مخ ورواړوه ، د يو کمزورې اسويلي په بدرګه يې ورته وويل ، احمده زويه زويه ! واده خو مو درته وکړ ، خو د واده د ولور پيسې پرې کول غواړي ، ځکه چې شپږ لکه افغانۍ په خوله ياديږي او ......
د احمد مور د احمد خبره ونيوه او وويل ، د احمد د واده د ولور پيسې به مې ليونۍ کړي ، شپږلکه ، شپږلکه افغانۍ چې پرې کوو ، نو څه وخت به وي ، مونږ به وو او که يا ؟
احمد د شرم سيورې ته غلی ناست وو ، د مور او پلار خبرې يې په غور سره اوريدې .
له اوږدو خبرو کولو وروسته يې مور او پلار په دې پريکړه وکړه چې له ساجد څخه به احمد ته د دوبۍ ويزه اخلي .
احمد د پاسپورټ جوړولو لپاره ، هغه لرګي چې په خپلو تنکيو لاسونو يې له غره څخه راوړي وو ، خرڅ کړل .
څه موده وروسته احمد ته ويزه راغله د ټيکټ لپاره يې له خپل ماما څخه پيسې قرض کړې ، بلاخره احمد پر خپل لومړني سفر له کوره ووت ، د احمد پلار به د احمد له تګ وروسته د غره څخه لرګي راوړل او بيا به يې په ښار کې خرڅول ، دومره پيسې به يې پرې جوړولې چې د خپلو دوه بچيانو ، ميرمن او خپله ګيډه به يې پرې مړوله .
احمد پوره يو کال د ويزې د پور پريکولو لپاره خولې توې کړې ، کوم کليوال به چې له دوبۍ راغی د احمد د کمزورۍ او د سپينې څيرې د توريدو خبرې به يې کولې .
د انار زوی رفيق چې کله له دوبۍ راغی د احمد انځورونه او ځينې نور سامان يې د احمد کورنۍ ته راوړ ، د احمد مور او پلار چې د احمد انځورونه وليدل د بل چا کومان يې پرې وکړ ، خو کله يې چې د هغه په ټنډه هغه چاپ (خاپ) وليد چې په غره کې د غورځيدو له امله رامينځ ته شوی وو ، شک يې پر يقين بدل شو ، ښه شيبه يې ورته وژړل .
هغه احمد چې د ځوانۍ او سپينې څيرې خبرو يې د هرچا په خوله او زړه کې ځای نيولی وو ، د دوبۍ ګرمۍ داسې سوځولی وو لکه سوی لرګی .
احمد د ويزې د پور پريکولو وروسته د ولور د پيسو لڼدولو لپاره ، په مزدورۍ پيل وکړ ، پوره پنځه کاله وروسته يې د ويزې او ولور پور لنډ کړ ، د احمد پلار د ولور د روپيو د پريکون څخه وروسته احمد ته د راتلو لپاره ټيلفون وکړ او له راتګ سره سم يې د واده راوړلو خبره هم ورته وکړه .
احمد هيواد ته د راتلو چمتوالی ونيوه ، دوه کوچنيو وروڼو ، پلار او مور ته يې رنګه رنګ سامانونه په خپلو بکسونو کې ځای پر ځای کړل .
په کلي کې د احمد د راتګ او د راتلو سره سم د واده راوړلو اوزه خپره شوه ، د احمد مور ، پلار او وروڼه هغو شيبو ته په انتظار وو ، چې کله به د احمد څيره ويني .
احمد د خپلې ديرې له ملګرو څخه خدای پاماني واخسته ، تر ارپوټ پورې يې موټر په کرايه کړ ، د څو شيبو مزل کولو وروسته موټر د يوه بل موټر سره ټکر شو، داسې چې موټر اور واخيست ، احمد او ډيرور دواړه پکې ووژل شول ، کله چې د احمد کليوال خبر شول د کورنۍ لپاره يې په دوبۍ کې ورته ښه چنده وکړه ، د هغه د مړينې راز يې يوازې دده له کورنۍ څخه پټ وساته ، نور ټول کليوال ، خپل او پردي خبر وو ، هر چا يې پر خال اوښکې تويولې ، څو ورځې وروسته د احمد مور او پلار وروڼه په دې هيله چې اوس به احمد راځي ، کالونه وروسته به د هغه د ليدو تنده ماتوي ، په کوټه کې سره ناست وو ، چې د کلا په لويه دروازه يې د ډيرو کليوالو په بدرګه د احمد جنازه را دننه شوه .