- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- میراحمد یاد
- 1184
له بزگره آس د پټي په یوه لوی چاود کې ولوېد. بزګر خپله ټوله خواري وکړه، زوی یې ځان سره ملګری کړ، خو د آس را ویستو هېڅ لاره یې پيدا نه کړه. آخر چې بې وسه شو، ځان سره یې وویل چې راځه همدلته پرې خاورې ور واړوه. زوی یې ځان سره کړ، نور خلک یې هم مرستې ته راوبلل، چا بېلچه واخیسته، چا په لاس خاورې ور اړولې.په آس چې څنګه خاورې ور ولوېدې، شور یې ساز کړ، تر یوه وخته یې شور وکړ، خو لږ وخت وروسته غلی شو، بزګر فکر وکړ چې آس ګني مړ شو، چاود ته نږدې راغی، لاندې یې ولیدل چې آس هماغسې ولاړ دی، خو له پورته چې پرې خاوره لوېږي، آس ځان څنډي، خاورې ګوزاروي او په هماغه خاورو ودرېږي، څه وخت وروسته چې چاود په راډکېدو شو، آس هم ورسره ورو ورو پورته راته او مرګه ورژغورل شو.
سټیفین کاوی په خپل کتاب (د اغېزناکو خلکو ۷ عادتونه) کې د بریالیو خلکو یو عادت دا ښودلی چې دوی فعال (Proactive) وي. فعال په دې معنا چې حالاتو ته نه تسلیمېږي، پر ستونزو نه ژاړي، بلکې هر وخت چې له یوې ستونزې سره مخ کېږي، دستي یې پر حل لارې فکر کوي او هر نوي چاپېریال ته چې ورځي، هلته ځان ته پخپله د پرمختګ لارې چارې لټوي.
موږ ټول په ژوند کې ډېرې ستونزې لرو. ډېر خلک به مو پښې وهي، ډېر شیان به مو مخه نیسي، حالات به زموږ په خوښه نه وي او ډېرې تیږې به راباندې را غورځول کېږي، خو غالباً د هنري فورډ وینا ده چې که ته ما په کاڼو ولې، زه به هغه کاڼي وساتم او ځان ته به ترې کلا سازه کړم.
ستونزې حتمي دي، هر انسان ورسره مخ دی، خو د بریالي او ناکام انسان توپير ستونزې سره په چلند او د ستونزې پر وړاندې غبرګون کې دی. ستونزې سره ښه چلند لپاره پوهان دا سپارښتنې کوي:
۱) ستونزه وپېژنئ، هره ستونزه چې لرئ، لومړی پرې ځان پوه کړئ، ځکه په پوښتنې پوهېدل نیم ځواب دی.
۲) بیا وګورئ چې دا ستونزه اصلاً ستونزه ده که نه؟ ځینې ستونزې ستاسې نه وي او ستاسې له وسه بهر وي، مثلاً د ځمکې لاندې د اوبو کچه ښکته کېږي، دا ستاسې ستونزه نه ده، نو ښه دا ده چې تاسې یې ځان د حل مسئول هم ونه ګڼئ.
۳) ستونزې ته له نورو زاویو وګورئ، ځینې ستونزې موږ له یوې زاويې بیخي د حل وړ نه ښکاري، خو له نورو زاویو ښایي د حل وړ وي. مثلاً د برښنا بیل زیات راځي، دا ستونزه اصلاً پخپله ستونزه نه ده، ستونزه ښايي دا وي چې ستاسې برښنايي وسایل خراب شوي وي یا مېټر سم نه وي لوستل شوی.
۴) ستونزه چې مشخصه شوه، بیا یې اصلي لامل ولټوئ، وګورئ چې ولې رامنځته شوې ده.
۵) د دې ستونزې د حل لپاره ممکنې حل لارې ولټوئ، په دې برخه کې له نورو ملګرو او پوهو خلکو هم مرسته اخیستی شئ.
۶) په ممکنو حل لارو کې وګورئ چې کومه یوه یې ستونزې حلولو ته مناسبه ده، همدا لاره وټاکئ او ستونزه حل کړئ.
د ستونزې د حل لپاره ښايي ډېرې لارې هم وي، خو مهمه دا ده چې د ستونزې په اړه ستاسې غبرګون بدل شي. هېڅ ستونزه په پرېښودو نه ختمېږي، بلکې د وخت په تېرېدو لا نوره هم غټېږي. ښه دا ده چې د هرې ستونزې پر وخت انسان پر ستونزې نه بلکې پر حل لارو تمرکز وکړي.