د ځواکونو وتل؛ بایډن د تاریخي تېر وتنې په درشل کې

د ځواکونو وتل؛ بایډن د تاریخي تېر وتنې په درشل کې


  • 3 کاله دمخه (25/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1207

سمسور(یکشنبه د غوایي ۵(امریکا افغانستان کې لاهم خپل هدف ته نه ده رسېدلې او په داسې حالاتو کې د امریکايي ځواکونو ایستل د امریکا تاریخي تېروتنه ده.

نیویارک ټایمز وايي، چې د بایډن له راتګ وروسته تمه دا وه، چې نوموړی به د افغانستان د جګړې په اړه مسؤلانه اقدام وکړي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې امریکا د خپلو ځواکونو په وېستلو سره تاریخي تېروتنه کوي.

د ورځپاڼې په باور افغانستان کې میلیونونه نجونې ښوونځیو ته لاړې، خلکو ته د کار زمینې برابرې شوي، د نشه يي توکو د قاچاق پر ځای د میوو کرلو ته مخه شوه؛ خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي افغانستان کې یوځل بیا تېر ناورین رامنځته شي، چې ټول مسؤلیت به یې د امریکايي ځواکونو بې وخته وتلو ته ورګرځي.

که څه هم د بهرنیانو وتلو ته ګڼ نور هېوادونه، یو شمېر بنسټونه او نړیوال سیاسون اندېښمن دي؛ خو افغان دولت وايي، چې په یواځې ځان کولای شئ هر ډول ترهګرې ډلې وځپي او هیچاته به د نورو د اجنډاوو پلې کېدو اجازه ور نه کړي.