ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي


  • 1 کال دمخه (14/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 495

ملګري ملتونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه غونډه جوړه کړي.   

دا خبره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس ته کړې. 

کابلوف د نوې غونډې د کره وخت، ځای او اجنډا په اړه څه نه دي ویلي. 

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په تېره می میاشت کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړې وه. 

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سېنيرلي اوغلو د افغانستان په اړه يو راپور چمتو کړى او د دغه هېواد په چارو کې یې د يادو هېوادونو استازو ته وړاندې کړى دى.