‏د شوروي او ای اس ای (انګریز) استخباراتي مقابله او برنامه:

‏د شوروي او ای اس ای (انګریز) استخباراتي مقابله او برنامه:


  • 1 کال دمخه (08/09/2023)
  • کمال ناصر اصولي
  • 542

په 1988 کې شوروي اتحاد کې د اقتصادي بحران له مخې یې استخبارات او مشران پوه شول چې دوي شوروي اتحاد د لږ وخت لپاره ساتلئ شي.

دا چې د تاریخ په اوږدو کې د انګلستان او تزاري روسیې لپاره افغانستان مهمه جغرافیه وه د شوروي د سرحداتو د ساتلو په موخه په افغانستان باندې استخباراتي کار پیل کړ هغه وو چې دلته په افغانستان کې د ډاکټر نجیب لخوا د سولې پروسه پر مخ تلله او د وخت تنظیمونو ته یې دعوت ورکړي وو چې راشي په افغانستان کې قدرت واخلي خو ۱۰۰ کلنه ملي اردو او دولتي نظم وساتئ. 

د تنظیمونو د مشرانو لخوا د یو مجهز او قوي دولت ساتلو شا ته د ای اس ای دسیسو باندې ټول افغان ولس خبر دي او خپل دښمن پیژنئ خو د وخت د دولت سقوط اصلي عوامل کودتا او د شوروي لخوا جوړه شوی برنامه وه

د دغې برنامې د تطبیق لپاره یې کارمل د ماسکو  نه مزار ته راولیږه په مزار کې یې دوستم د جنبش ګوند، مسعود شوراي نظار ، رباني جمعیت ګوند  ، مزاري وحدت دوي او د ډاکټر نجیب د وخت د پوځ کارملي مشرانو ( جنرال علومي ، جنرال اعظیمي ، جنرال آصف دلاور، د بهرنیو چارو وزیر وکیل، بریالي ، مزدک ) په شمول په سلهاوو جنرالان او کارملي د وخت مشرانو د شوروي د برنامې د تطبیق لپاره سره متحد شول .

نتیجه!