داعش بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د برید مسؤلیت ومانه

داعش بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د برید مسؤلیت ومانه


  • 1 کال دمخه (10/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 518

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې داعش ډلې په بدخشان کې د فاتحې په مراسمو کې د برید مسوولیت منلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې ډلې تېره ورځ ویلي، چې دا برید د دوی کسانو کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان وو.

یاده پېښه د پنجشنبې په ورځ د بدخشان د مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې شوې وه.

مولوي نثار احمد احمدي څلور ورځې وړاندې په موټر بم چاودنه کې له خپل موټر چلوونکي سره یوځای وژل شوی وو.

د هغه برید مسؤلیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.