بيرغ يا جنډه:

بيرغ يا جنډه:


  • 1 کال دمخه (29/07/2023)
  • لیکوال: مولوي عبدالولي
  • 520

په معاصره نړۍ کې بيرغ يا جنډه د يوۀ هېواد او ولس د پېژندنې ذريعه اوعلامت وي، په نړۍ کې د دغه هېواد د عزت او عظمت نښان هم وي او د یوه ملت د یووالي سمبول هم وي، نو پر همدغه اساس د قدر او احترام وړ وي. 

په نړۍ کې هر هېواد د خپل تاريخ، شاليد او حال و مستقبل په لحاظ  سره خپل ځانګړی بیرغ لري. رنګونه او شکل يې عموماً له يو بل څخه مختلف وي. 

 شريعت پر مسلمانانو د کوم خاص رنګ او شکل بيرغ نه دی لازم کړی او نه یې ورته متعين کړی دی، لهذا د بيرغ د رنګونو او شکل ټاکل خالص يو دنیاوي مباح عمل دی.

له نبي صلی الله علیه وسلم څخه يوازې په جنګ، غزا او ورته موقعو کې د بېلا بېلو رنګونو بيرغونه کارول روايت شوي دي، کله  تور رنګه بيرغ، کله  سپین رنګه بيرغ، او د سور او زېړ رنګ د بيرغونو کارول هم ذکر شوي دي. 

خو په عامو او نارمل حالاتو کې د کومې خاصې جنډې يا بيرغ کارول نه دي ثابت.

د سپين او تور د ګډ رنګ بيرغ ذکر هم راغلی دی، خو په دغه روایت کې دا نه دي ذکر شوي چې سپينې کرښې په کې زياتې وې يا تورې کرښې، همدارنګه نور هيئت او شکل يې هم نه دی ذکر.

د الواقدي په مغازي کې راغلي دي چې د جاهليت په زمانه کې د اوس قبيلې د بيرغ رنګ زرغون و او د خزرج قبيلې د بيرغ رنګ سور و، د اسلام له راتلو وروسته نبي صلی الله علیه وسلم د دغو قبيلو بيرغونه پر خپل حال پرېښودل او د مهاجرينو د بيرغونو رنګونه تور او سپين وو. 

 

مفتي محمد شفيع رحمه الله په جواهر الفقه نومې کتاب کې ليکلي دي: 

که څوک په دې نيت د خپل بيرغ يا جنډې رنګ تور يا سپين يا بل کوم رنګ غوره کوي چې د نبي صلی الله عليه وسلم د بيرغ رنګ همداسې و، دغه کس (د نيت په وجه)د اجر مستحق دی، خو محضې د رنګ پر اساس دا ويل صحیح نۀ دي چې دا د نبي صلی الله عليه وسلم بيرغ دی، لهذا دا تر ټولو غوره دی، دا وينا همداسې ده لکه څنګه چې څوک توره پګړۍ پر سر کړي او ووايي چې دا پېغمبري دستار دی، ظاهره خبره ده چې دغه خبره یقيني غلطه ده. (جواهر الفقه) 

نو هغه کسان چې د خپل د ګوند يا تحريک بيرغ ته نبوي بيرغ او پرچم وايي؛ پر غلطه دي. 

بيرغ هماغه معتبر دی چې ولس يا د ولس نماينده ګانو د خپل هېواد لپاره خوښ کړی او ټاکلی وي. 

 

نوټ: که څوک د خپلې ناپوهۍ په وجه د ګران هېواد پر بيرغ  اعتراض کوي، نو ورته ودې ويل شي په دغه بيرغ کې هغه درې واړه رنګونه شته چې د نبي صلی الله علیه وسلم په بيرغونو کې يې ذکر راغلی دی، لکه تور، سور او هم زرغون. همدارنګه سپينې کرښې او ليکونه هم په کې شته.

 

ايا پر بيرغ کلمه شريف ليکل ثابت دي؟

 

یو بل اړين وضاحت هم بايد وکړم چې د نبي صلی الله عليه وسلم پر بيرغ هېڅ قسمه ليکل نۀ وو، نۀ پکې کلمه شريف ليک وه او نۀ پکې بل کوم تحرير و.

 کومو روایاتو کې چې د کلمې شريف د ليکلو ذکر راغلی دی، هغه انتهايي ضعيف او له ځانه جوړ کړی شوي روایات دي.

بيا وايم چې په معاصره نړۍ کې بيرغ د یوه هېواد او ملت د عزت، يووالي او عظمت نښه وي، لهذا احترام او عزت يې کوئ."