د ولسمشر غني د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ديبورا لاينز سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغان سولې په پروسه کې د سيمهييزې اجماع او بين المللي همکاريو پر را جلبولو او پياوړتيا خبرې وشوې.
لاينز وويل، ملګري ملتونه له طالبانو د افغان حکومت د فوري اوربند د غوښتنې ملاتړي دي.