نودسن د ګوتریش د مرستیالې په توګه وټاکل شوه

نودسن د ګوتریش د مرستیالې په توګه وټاکل شوه


  • 3 کاله دمخه (08/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 955

مته نودسن د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي انتونیو ګوتریش د مرستیالې په توګه وټاکل شوه.

د ملګرو ملتونو یا یوناما د معلوماتو له مخې میرمن نودسن د ډنمارک اوسیدونکې ده او سره له دې چې افغانستان کې یې د ډنمارک د سفیرې په توګه هم دنده ترسره کړې د دیپلماسۍ، نړیوالو همکاریو او اقتصادي پراختیا برخه کې ۲۸ کلنه کاري تجربه هم لري.

نوموړې به د ملګروملتونو په سازمان کې د انتونیو ګوتریش د سیاسي چارو د مرستیالې په توګه له افغانستان څخه استازیتوب کوي.

نودسن په کینیا، سیشل، اریتریا، سومالیا، یونان، قبرس، ایتوپیا او زامبیا کې د ډنمارک د مرستیالې سفیرې په توګه کار کړی.

نوموړې د سیاسي علومو برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او ترڅنګ یې په ډنمارکي، انګلیسي او یوناني ژبو هم پوهیږي.