امریکا: له افغانستان نه د وتلو لپاره د دوحې هوکړه یوه ښکاره اشاره وه

امریکا: له افغانستان نه د وتلو لپاره د دوحې هوکړه یوه ښکاره اشاره وه


  • 3 کاله دمخه (18/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1194

امریکا وایي، له افغانستان څخه د دوی د وتلو په اړه د دوحې هوکړه یوه ښکاره او قوي اشاره وه، چې ارو مرو به خپل سرتېري وباسي.  

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې ناسمې دي چې ګواکي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې جدي نه وه.

د کربي په خبره د دوحې هوکړه ددې پرېکړې واضح ثبوت و او زیاتوي د سرتېرو د ایستلو په اړه یې له افغان حکومت سره هم هوکړه کړې وه. 

د کربي په وینا دوی په سیمه کې له ټولو اړخونو سره دا خبره سپینه کړې وه، چې نور امریکا له افغانستان وځي او افغان پوځ او حکومت ته نه وه په کار چې پر امریکایي ځواکونو تکیه وکړي.

کربي همدا راز وایي لا هم په افغانستان کې د حکومت د سقوط پر اصلي لاملونو د دوی څېړنې روانې دي او په دې برخه کې ګڼ کمیسیونونه کار کوي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې تر دې مخکې د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب ویلي وو، چې افغانستان وروسته تر هغه سقوط وکړ کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه وشوه.