امین فرهنګ په یو کال بند او نغدي جرمې محکوم شو

امین فرهنګ په یو کال بند او نغدي جرمې محکوم شو


  • 3 کاله دمخه (23/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1351

ستره محکمه وايي چې د سوداګرۍ او صنایع پخوانی وزیر میر محمد امین فرهنګ په یو کال بند او ۸۶۴ زره امریکايي ډلرو نغدي جریمې محکوم شو.

ستره محکمه وایي، د سوداګرۍ اوصنایعو پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ په ۱۳۸۶ کال کې په کرایه د دولتي ځمکو ورکولو برخه کې فساد کړی، او په همدې کال کې یې د سل زره ټنه تیلو په جمله کې شپږ زره ټنه بې کیفیته تیل هیواد ته وارد کړي چې پکې حکومت ته تر یو میلیون ډالرو زیات زیان رسیدلی دی.

خو د امین فرهنګ مدافع وکیل پر نوموړي لګېدلي تورونه ردوي او وايي، چې نوموړی د خپلې دندې پر مهال په هیڅ راز فساد کې دخیل نه و.

محمد امین فرهنګ دا مهال له هیواده بهر دی او دغه پریکړه د نوموړي په غیاب کې وشوه چې تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویلي.