سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه


  • 1 کال دمخه (14/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 697

سمسور نیوز (۲۵سلواغه۱۴۰۱) د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا چهارشنبه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د وتلو په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو له ۳۴ کالیزې سره برابره ده. 

د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو په ۱۳۵۸ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، چې وروسته د افغانستان د خلکو له مقاومت سره مخ شول او تر لس کلنې جګړې وروسته یې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل.

د معلوماتو له مخې، پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پرمهال د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ څه باندې یو میلیون افغانان ووژل شول، لسګونه زره کسان معلول او په میلیونونوو نور افغانان کډوال شول.