کاپیسا کې د ماین چاودنې مخنیوی وشو

کاپیسا کې د ماین چاودنې مخنیوی وشو


  • 1 اونۍ دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 14

د کاپیسا ولایت چارواکي وایي د وسله والو طالبانو هغه بشکه ای ماین او د هاوان یوه ګولۍ یې له منځه وړې چې د مرکز اړوند پل محمد علم سیمه کې یې تر یو پله لاندې ځای پر ځای کړي وو.

د مسوولینو په وینا دغه ماین د پولیسو له خوا کشف او له منځه وړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوي او تر ډيره یې قربانیان عام هیوادوال دي.