کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۷ کسانو ژوند واخیست

کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۷ کسانو ژوند واخیست


  • 3 کاله دمخه (29/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1167

روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله یو زر او ۵۰۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۷۷ کسان ددې وژونکې وبا له امله مړه شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې ۸۱۱ کسان بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې یو لک ۱۸ زره او ۶۵۹ ته ورسېدې او د مړو شوو کسانو شمېر بیا ۴ زره او ۸۵۱ ته لوړ شوی دی.

روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کوي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي تر څو د کرونا وژونکې وبا څخه وژغورل شي.