د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد به یې د امکان تر حده له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
انتوني بلنکین تېره ورځ په یو نا اعلان شوي سفر اوکراین ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې په کتنه کې ویلي چې دوی به د روسیې د یرغل پر وړاندې تر خپله وسه د اوکراین ملاتړ وکړي.
هغه دغه راز ویلي چې د روسیې پر وړاندې د اوکرایني ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې مهم پرمختګونه شوي، چې دا چاره ډېره هڅونکې ده.
د یادونې ده چې د ده له سفر سره پر یو وخت، روسیې د اوکراین په ختیځ کې برید کړی، چې ۱۷ تنه یې وژلي دي.