سمسور نیوز (۲۲تله۱۴۰۱) د ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو هڅې روانې دي.
ښاغلي مجاهد پرون د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ کې له هغو سرتېرو سره لیدلي، چې له پنجشیر ولایت څخه د ملي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.
هغه له سرتېرو سره په دې لیدنه کې ویلي، چې ځینې کسان د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو په هڅه کې دي او غواړي د قوم او مذهب په نوم د افغانانو یووالی لهمنځه یوسي.
نوموړي دغه راز افغانستان د ټولو ګډ کور بللی او پر افغانانو یې غږ کړی، چې د پردیو دسیسو مخه ونیسي.