متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک په رسمي توګه ومانه.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت د دفتر رئیس شېخ مکتوم بن بطي آل مکتوم د یوې رسمي ناستې پر مهال د سرقونسل باورلیک ترلاسه کړ.
شېخ مکتوم د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ستاینه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دا اړیکې به لا پراخې شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت د سفیر باورلیک هم منلی و او تېر کال یې خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانېست.
یاد هېواد چې اوسمهال له افغانستان سره ښې اړیکې لري، په تېرو څو کلونو کې د سرپرست حکومت د ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو کوربه و.