ایراني چارواکي وایي، تهران به له واشنګټن سره د اټومي هوکړې لپاره د یورانیمو غني کولو د لنډمهالي ځنډ هوکړه ونه مني.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې که چېرې امریکا نېک نیت ولري، ایران هم خبرو ته خوشبین دی؛ خو د حقوقو محدودول به هېڅ پایله ورنه کړي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې له واشنګټن سره د شپږم پړاو مذاکراتو لپاره تر اوسه نېټه نهده ټاکل شوې.
د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ایراني او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو د تېرې جمعې په ورځ ( د غبرګولي ۲مه) له کومې هوکړې پرته پایته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا وايي، ایران باید د یورانیمو د غني کولو پروګرام په بشپړه توګه بند کړي.
خو ایران د یورانیمو غني کولو بندول خپله سره کرښه بولي او زیاتوي چې دا هېڅ کله ورته د منلو وړ نه ده.