کاکړ: له افغانستانه راقاچاق کېدونکو توکو مو اقتصاد ته لوی زیان اړولی

کاکړ: له افغانستانه راقاچاق کېدونکو توکو مو اقتصاد ته لوی زیان اړولی


  • 8 مياشتي دمخه (02/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 402

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ هوکړې د لا پیاوړي کولو سپارښتنه کړې ده. 

هغه تېره ورځ د خپلې کابینې غړو سره په لیدنه کې ویلي، چې په تورخم، چمن، غلام خان او له افغانستان سره په نورو لارو کې باید د لاریو د څار سیسټم پیاوړی شي، ترڅو د قاچاق مخه ونیول شي.  

هغه ویلي، چې قاچاقي او غیرقانوني توکو یې د هېواد اقتصاد ته زیان رسولی دی.

انوارالحق کاکړ دغه راز د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره د ګډ مدیریت سیسټم د رامنځته کولو لپاره د بېړني میکانیزم  غوښتنه هم کړې ده.