د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې د افغان ستونزې یوازینی حل سیاسي مذاکرات دي.
ښاغلي عبدالله عبدالله دا څرګندونې د اروپا د سولې انسټیټیوټ انلاین ناستې ته په وینا کې وکړې.
هغه وویل، سره له دې چې په هېواد کې جګړې او تاوتریخوالی زیات شوی؛ خو د دوی په باور چې افغان جګړه یوازې د خبرو اترو له لارې ختمېدلای شي.
نوموړی همداراز زیاتوي، افغانانو سولې ته د رسېدو لپاره غوره فرصت لاره؛ خو له بده مرغه چې طالبان وخت ضایع کوي او فرصتونه له لاسه ورکوي.
عبدالله ټینګار کړی، چې اوس هم وخت تېر نه دی او دوی لا هم هیله لري چې رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي.
ورته مهال د اروپایي ټولنې د افغانستان د برخې مسؤول هم ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او دغه ټولنه به د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
لهبلې خوا د هېواد بهرنیو چارو وزیر حینف اتمر خبرداری ورکړی، که چېرې طالبان بین المللي تروریزم سره اړیکې پرې نه کړي، دوی به د افغانستان او نړۍ له لوري یو لوی ناورین سره مخامخ شي.
د بین الافغاني خبرو له پیل نږدې لس میاشتې تېرې شوي، خو دا بهیر له کوم پرمختګ پرته پر ټپه ولاړ دی.
په دې اوږده موده کې د مرکچي ډلو ترمنځ په هغو مسایلو خبرې پیل نه شوې، چې پر اساس یې جګړه پایته رسېدای شي.