د لغمان ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د لغمان د کوچیانو چارو د سمون آمریت په همغږۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د «کوچي کلپ» پروژې او «ډي سي ای»، موسسې په همکارۍ د څارويو خوراکي توکو د توليد دوه کارخونو په فعالیت پیل وکړ.
په لغمان کې د کوچیانو د امریت چارواکي وایي، چې د «ډي سي ای» موسسې د يادو کارخونو د فعالولو په پار دوه دانې ميلونه د ژرندې له دوه جنراټورونو ماشینونو سره او دغه راز ۱۴زره کيلو ګرامه جوار، څلور زره کيلو ګرامه کنجاړه، درې زره او څلور کيلو ګرامه سبوس، دوه زره کيلو ګرامه مشنګ، د هډوکو پوډر او درې کيلو مالګه د څارويو د خوراکي توکو د توليد په پار مرسته کړې ده.