رابرټ منګ: افغانستان کې پانګونې ته لېواله یوو

رابرټ منګ: افغانستان کې پانګونې ته لېواله یوو


  • 10 مياشتي دمخه (01/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 326

د  شان ډونګ شینزو ګروپ په نوم چینايي شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوودلې.

د یاد ګروپ استازي رابرټ منګ تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزییر نور الدین عزیزي سره په کتنه کې ویلي چې دوی په کابل کې د لږ تر لږه لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د سمنټو فابریکې، د ښیښې جوړولو، د سړکونو په سکتور کې د ساختماني شرکتونو په برخه کې د پانګونې او هر کال د پنځه سوه زره ټنو د تېلو استخراج او پروسس برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ سرپرست افغانستان کې پانګونې ته د یاد ګروپ له لېوالتیا هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې دمګړۍ په افغانستان کې د پانګونې غوره فرصتونه رامنځته شوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ګڼ نور چینايي شرکتونه عملا په افغانستان کې پر پانګونه بوخت دي.