د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال طارق علي بخیت او د هغه له مل پلاوي سره کتلي دي.
حنفي په دې کتنه کې له دغه سازمان سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینکار کړی دی.
ارګ د حنفي له قوله لیکلي، چې نوموړي په دغې لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان رېښتینی انځور دې نړۍ ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړې، د اسلامي همکاريو سازمان دې د ګامبیا جوړېدونکې غونډې ته د سرپرست حکومت استازي وغواړي، چې د ياد سازمان له مشورو برخمن او همدادراز په افغانستان کې شته واقعتونه تر دغه سازمان ورسوي.
ورته مهال یاد پلاوي هم له افغانستان سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي هیله څرګنده کړې، چې له دوو نړیوالو موسسو سره د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو ته د مرستو لپاره هوکړه لیک لاسلیک شي.