د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره یې د (9M135) په نوم د رهبري شورا یو راکټ فعال او د هغه د کارولو یوه ډله یې هم روزلې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه راکټ د یاد وزارت په توپچي ریاست لخوا فعال شوی او یوه ۱۳ کسیزه ټیم ته یې د یاد راکټ د کارولو په موخه یوه میاشت روزنه هم ورکړې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي، چې دغه راکټ کولی شي، چې کوچنۍ جنګي کښتۍ، زرهدار ټانکونه او ځيني هلیکوپټرې په نښه کړي.