- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ضياء ودان
- 1224
نړيوال جام کې هند، پاکستان او سريلنکا سره لوبې موږ ګټلی شوې، هر چا چې قصدي خرابې کړې وي رب دې يې دواړه جهانه کې په څلورو کړي.
کوم واقعيت چې ما درک کړی درته ليکم، که مې له ځانه څه پکې زيات کړل او يا مې شخصي عقده پکې ځای کړه، زه به هندو يم او که بيا زما ليکنه درته واقعيت ښکاره شوه، تاسو او خپل خدای که به زما ملاتړ نکوئ او يا به دا ليکنه نه شريکوئ!
لوبه کې لوبې هغه وخت پيل شوې چې نسيم الله دانش لاړ او مشعل راغلو، بيا ډلبازيو هغه وخت زور واخيست چې مفسد عاطف مشعل ګوښه شو او عزيزالله فضلي عمومي رييس شو، فضلي که واقعا اقدامات په مسلکي لحاظ کړي وي او که يې د کرکټ مينوالو او فېسبوکيانو د غوښتنو په اساس کړي وي، خو اقدامات يې مينوالو وستايل او د شفيق ستانکزي، نوروز منګل، اصغر ستانکزي، بشير ستانکزي او نورو د ګوښه کولو هرکلی يې وشو.
له همدې ځايه شفيق ستانکزی + نوروز منګل + اصغر ستانکزی + مشعل + د ټويټ لوبغاړي + د ولسمشر سکرتر رحيم ځيرک + زرولي حسن + ضياءالحق وزيرزي او يو څو نورو د فضلي د ګوښه کولو، کمزوري کولو او يا لږ تر لږه پر فضلي د خپلو فرمايشونو د منلو لپاره فشارونه راوړل پيل کړل، فضلي به ستونزې لري، تاسو حق لرئ چې ستونزې يې نقد کړئ او اول يې زه نه پرېږدم، خو واقعيت دا دی چې د پورته ټولو خلکو په کيسه کې نشو او خپل دريځ يې ټينګ کړ.
پورته کسانو ولې پرې فشار راوړ؟
دوی د فشار لپاره هر يو ځانته کيسه لري، مثلا عاطف مشعل د افغانستان ليګ کې د دريو لکو ډالرو د غلا دوسيه لري او مشعل له فضلي غواړي چې د ده دوسيه باندې غرض ونشي، مشعل بې عقل دلته دی چې د APL دوسيه د کرکټ نړيوالې شورا راخيستې ده او که فضلي ترې تيريږي هم، ښايي د کرکټ نړيواله شورا دا کيسه پرېنږدي.
بيا که فضلي د مشعل سره مامله وکړه او ای سي سي څخه يې د افغانستان د عزت په نوم د پردې اچولو مرسته وغوښته ملي خيانت به وکړي.
همداسې شفيق ستانکزی هم مشعل سره مرداريو کې شريک دی او هم چې فضلي صيب ګوښه کړی فضلي ته غصه دی، نو شفيق ستانکزی په هېڅ ډول تخريب هيله نکوي.
ها خوا ته رحيم ځيرک د اصغر انډيوال دی او د اصغر له رويه يې لوبغاړو سره اړيکې پياوړې کولې تر څو د کرکټ بورډ رياست ته راشي، چې اصغر له لوبډلمشرۍ ګوښه شو د ځيرک هم له فضلي سره ضد شو.
زرولي د مشعل د نايټ کلبونو ملګری دی، ډېرو خلکو ته د دوی د کباب او شراب يارانه مالومه ده، مشعل ورته زرګونه معاش ټاکلی و او نوم يې ورکړی و "خليج کې د افغانستان کرکټ نماينده " نو مشعل به چې دوبۍ ته ورغلو ډانس کلبونو باندې به يو ځای ګرځېدل.
فضلي چې بورډ ته راغلو د معشل د نايټ کلبونو يار زرولي حسن يې له دندې ګوښه کړ، اوس زرولي هم مافيا سره يو ځای شوی دی.
ماغزه به ډېر نه در خوږوم، نړيوال جام پيل شو، د کرکټ مافيا او ګوښه شويو ته چانس په لاس ورغی تر څو لوبې خرابې کړي او فضلي، سره د ګلبدينه په خلکو زښت کړي.
پلان څنګه ډيزاين شو؟
پلان داسې شو چې مشعل، شفيق، زرولي، نوروز، او اصغر به لندن کې کېني او يوه شريکه طرحه به پلې کوي، همداسې يې وکړل، اصغر دوی خو دي لندن کې، مشعل ولسمشر سره لندن ته ځي او هلته خپل کار وباسي، شفيق ستانکزی او زرولي حسن يو ځای له دوبۍ لندن ته ځي، هلته د يوې مياشتې لپاره اوسيږي.
مشعله ته لندن ته څه غواړې او ولې د کرکټ لکۍ نه پرېږدې؟
شفيق ستانکزيه ته لندن ته څه غواړې او بيا د يوې مياشتې لپاره هلته څه کوې؟
ځانته هم نه يې زرولي حسن دې هم بېولی دی.
ملګرو زه به يوه ورځ مړ يم او جامې به بل څوک راڅخه وباسي، زه نشم کولی چې د يوه چا څخه ووېرېږم او حقايق پټ کړم، زه که مرم د دنيا يوه ځای کې هم نشم خلاصېدی او چې نه مرم دا غله او مفسدين کاږه هم نشي راکتلی.
زه چې په طالب او لنډغر ورځم، د کرکټ پر مافيا خو بيخي برېک نه نيسم.
کيسه داسې شوه چې نوروز او اصغر به نبي او راشد سره غوږ جنګوي او په دې ډول به لوبې خرابې او له فضلي به ټول لوري انتقام واخلي.
که مو پام وي:
نبي خرابه لوبه راجوړوي او چې لوبه جوړه شوه بېرته يې خرابوي.
مجيب چې د دوی ډله کې ندی ماشوم دی غټې غټې ويکټې اخلي او راشد چې ستوری دی د زياتو منډو ريکارډ پرې جوړيږي.
اصغر دوه مترۍ کې کېچ ډراپ کوي او عادي فيلډينګ مس کوي.
ګلبدين راځي وايي چې اور دې سميع وکړي، اصغر ورته وايي چې دا لوبه مه خرابوه ګلبدينه اور خپله وکړه، هغه ورته وايي چې سميع تېر بهترين اور وکړ اصغره!
اصغر ورته وايي چې مړه چې زيات درباندې کوي دا يې ۵ رنځ.
راشد چې د توپ اچونې متخصص دی داسې نه ورته وايي چې وااا بې عقلو زما يو اور وروسته پرېږدئ!
ملګرو!
هر لوبغاړي ته دوه وي ای پي ټکټ ورکول کيږي، هغه يې بيا خپلو نږدې ملګرو ته ورکوي او ملګري يې بيا لوبه له وي ای پي څخه ننداره کوي، اصغر خپل وي ای پي ټکټ شفيق ستانکزي او زرولي ته ورکوي.
بيا د لوبې منځ کې چې لوبه هم د افغانستان په ګټه روانه ده، شفيق ستانکزی وي ای پي کې وايي چې لوبه تقريبا په لسو منډو بايلو، دا فېکسېنګ ندی نو څه دي؟
البته فېکسېنګ يو يا دوو کليدي لوبغاړو سره کيږي، نور بېچاره ګان ور خبر هم نه وي.
خدای ته مې مخ دی
حميد حسن درې ورځې شله دی چې د پاکستان خلاف مېچ غواړم، سره د دې چې پښه يې ژوبله وه خو د ورځې ۵۰۰۰ ډالر مېچ فيس ته يې وکتل او د افغانستان حيثيت ته يې نه کتل.
دا مطلق دروغ دي چې حميد حسن د لوبې جريان کې ټپي شو.
اصغر، نبي، راشد، نوروز، شفيق، زرولي، مشعل او نورو شخصي انتقام اخيستلو ته کتل، د افغانستان حيثيت ته يې نه کتل.
راځم فضلي او ګلبدين ته!
فضلي ته بايد اول دا ځواب ووايې چې مشعل دې د بورډ غړيتوب لپاره ولې ولسمشر ته وړانديز کړ؟
مشعل سره خو بايد حساب وشي.
بيا دا راته ووايه چې حميد حسن خو ژوبل و والله باالله که بيخي يې راباندې ومنئ چې جوړ و، ولې ته ترې خبر نه يې او ولې اوس له غوراوي ډلګۍ، کوچ او لوبډلمشر څخه پوښتنه نکوې چې ايا حميد تاسو د رشوت بدل کې اخيستی و که د واسطې؟
دواړو حالتونو کې مو بد کړي دي.
ګلبدينه ته دا راته ووايه چې لوبډلمشر ته يې که اصغر؟
که لوبډلمشر ته يې نو اصغر ولې درباندې هره ناروا ومني؟
ته ماشوم يې؟
ته په دې نه پوهېږې چې څرمن درڅخه وباسي؟
نو له تا څخه چې موږ ملاتړ کولو خو موږ ويل د ميراثيانو مقابل کې دې ستوری زورور وي، چې بيا دې دا حال وي خپل کار به کوې.
هو له اصغر مشوره اخله، اما پرېکړه خپله کوه!
ښه خير
خبره مې لندن ته د شفيق او زرولي د تلو او هلته نږدې يوه مياشت د پاتې کېدو کوله.
زما مالومات دا دي چې شفيق د افغانستان درې لوبې پاکستان، هند او سريلنکا سره فېکس کړې دي، د کرکټ پوهان په دې پوهيږي چې فېکسينګ ډېر ډولونه لري او شفيق هغو پيسو باندې اوس انګلستان کې دوه رستورانتونه اخلي.
لدې وړاندې يې ويل چې کرکټ بورډ ته ټيکسي کې راغلی وم او ټيکسي کې ځم، هغه يې ستانکزی مېنه او نورو ځايونو کې تاج محلونه جوړ کړي دي، دوبۍ کې يې پنځه لکه ډالره قيلون خانه او کافي شاپ جوړ کړی دی، نو ستاسو د ده په قسم باور کيږي؟
چې قران شريف له کاغذونو سره راته وخوري باور نه پرې کوم.
بيخي چې انګلستان کې رسټورانټونه وانخلي، يوه مياشت انګلېنډ کې څه کوي؟
هغه هم نړيوال جام سره هم مهاله.
بله خبره دا ده چې ټولو ته دا مالومه ده چې اکثره پخواني لوبغاړي هم د کار ندي او هم يې فېټنس خراب دی، دوی سره لوبغاړي وزېږېدل، لوی شول او اوس زړيږي خو ملي لوبډلې ته يې لار پيدا نکړه، نو موږ کورني کرکټ ته څه اړتيا لرو؟
که ښه لوبغاړي راپيدا هم شي چې د لوبولو چانس زاړه لوبغاړي نه ورکوي کومه مانا لري؟
حل لاره يې دا ده چې له نړيوال جام وروسته دې پخواني لوبغاړي کېنول شي، بورډ او زونونو کې دې مسوليتونه ور وسپارل شي، تازه لوبغاړو باندې دې سم مصرف او تمرکز وشي، راتلونکي نړيوال جام ته دې زبردسته لوبډله تياره شي، د کرکټ مافيا دې ختم شي او همدا فضلي يې ختمولی شي خو که ملاتړ يې وشي او دی هم مات نشي.
فضلي صيب غل ندی، مفسد ندی، اقدامات ښه په زړورتيا سره کوي او زه يې کلک ملاتړ کوم.
د تېرو لسو کلونو کرکټ چارواکو سره دې حساب وشي.
د کرکټ بورډ غلا شوي لکونه ډالر که بېرته له غلو واخيستل شول کرکټ بورډ يو لوی معياري لوبغالی پرې جوړولی شي.
که څوک شرم ولري د شعيب اختر پيغورونه ورته مرګ دی او که بيا شرم نلري نور هم ډېر کارونه کولی شي.
دولت ځدراڼ او شهزاد اوس هم پاکستان کې اوسيږي، کرکټ بورډ دې لس ورځې وخت ورکړي، چې کورونه نه راوړي د تل لپاره يې له لوبډلې وباسئ ندي مو په کار.
اکثره مرداريو کې پاکستانی پيزيو ورسره شريک دی، ژر
تر ژره دې رخصت شي، افغانستان کې د پيزيو او ډاکټرانو کمی دی؟
او اخري خبره دا چې اوس عاطف مشعل، شفيق ستانکزی، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، نبي او راشد د کرکټ بورډ ادارې پر وړاندې ايتلاف دی، که کرکټ بورډ اجرايه رييس هم د ياد ايتلاف په فرمايش ټاکي او لوبډله هم د دوی په خوښه تياريږي دوی به مزاحمت نکوي او که داسې نکيږي دوی به د بل رييس راوستلو هڅه کوي.
دا بې وجداني ده، دا فساد دی، دا د ۳۵ مليونه افغانانو له احساساتو سره لوبې دي او دا ملي خيانت دی.
وما علينا اللبل