د دروېش په غزل کې وجودي مشابهتونه

د دروېش په غزل کې وجودي مشابهتونه


  • 1 کال دمخه (04/05/2023)
  • محمود ایاز
  • 747

په زماني او مکاني لحاظ د شاعر د فکري وسعت او د هغه د حسي تجربو مطالعه ځانله خپل خوند، شيريني او حظ لري. کله شاعر د غير يقيني حالاتو په شور او غوغا کې راايسار وي. کله د تنهائي په يو نفس تنګه حجره کې قيد. کله د بې معنويت او لغويت په نا اشنا غوندې دار باندې راځړيږي. کله د بېګانګي او اجنبيت په ګڼ لوګي کې له ځانه ورک وي. کله د جبر و اختيار سزا وار ښکاري. او کله د زندګۍ په بي حسي او ساړه سلوک باندې ژړا کوي. کله د مځکي له خوف او دهشت څخه وارخطا ښکاري. کله د زندګۍ دا تمام سفر ورته بې معنا او بې مفهومه معلوميږي. کله د غم يو ژوبل ژوبل علامت ښکاري او کله يو شمېر ارمانونه د هغه په ستړي او ستومان وجود باندې راګرځېدلي وي. د زندګۍ هره دائره د هغه لپاره په خپله لمن کې يو نوى عذاب راوړي. لکه څنګه چې د يو وجودي لپاره دنيا د غېر حېثيت لري. د غه رنګه دروېش درانى هم له دنيا څخه لاتعلقه غوندي ښکاري. دائره در دائره د مصائبو او مشکلاتو يو قافله د هغه په وړاندې د دېوال غوندې ولاړه وي. هغه داسي محسوسوي لکه دنيا چې کټ مټ د يوې تکې تورې شپې په مثال وي. هغه آزاد دى، هغه خودمختار دى او خپلې ټولې فېصلې خپله کوي. مګر د دغو فېصلو سره سره، يوه نا اشنا غوندي ويره او تشويش هم له هغه سره مدام ملګرى وي. ولي چې د خپلو فېصلو ذمه وار هم هغه خپله دى. تنهائي، اضطراب، خوف، دهشت، کرب، اذيت، اجنبيت، بې معنويت او لغويت سره سره د بېګانګي يا غيريت احساس همېش له هغه سره د سائې غوندې ملګرى ښکاري. د دغو تمامو بې وسيئو او مجبوريو باوجود هغه د يو تکميل پذير فرد په حېث خپل سفر هغسې جاري ساتي. ولي چې دروېش  درانى هم د ذات د حقيقت په لټون اخته دى. هغه هم د خپل ذات اثبات غواړي. شايد هغه ځکه دغه کړ کېچن سفر هم په آزادۍ سره سرکول ضروري بولي. ولي چې هغه هم په مصدقه وجود باندې پوخ يقين لري. زما په خيال، د ذکر شويو داخلي وارداتو په څېر د هغه په شعر کې قاري وجودي مشابهتونه په اسانه رابرسېره کولى شي. د مثال په توګه تنهائي د يو وجودي مشابهت په توګه د هغه په شاعري کې موږ داسې په ګوته کولى شو. 

زه يم، شپه وي، تنهائي وي او نيمګړي ارمانونه

يو ساعت نه زۀ ديدۀ شم او نه ستړي ارمانونه

 

آخر په خپل زړګي کې مات شوم د اغزي په ډول

زه هيڅ سپرلي تر او تازه لکه ګلاب نه کړمه

 

 په ذکر شوي دوو شعرونو کې چې دغه وجودي مشابهتونه دروېش دراني په څومره هنر کارولي دي د غور او فکر وړ دي. د مثال په توګه په اول شعر کې زۀ، شپه، تنهائي، ارمانونه او بې خوبي يو له کرب او اذيت څخه د ډک ماحول تصوير کې کوي. او داسې ښکاري لکه شاعر چې د وجودي کرب له يو تشويشناک عمل څخه راتېريږي. دلته د هغه په کرب او اضطراب کې چې کوم خوف ساوي اخلي. د يو حېرانوونکي تشويش سوب ګرځي. هغه د فکر او تشويش په يوه داسې دائره کې راګېر ښکاري. لکه هغه چې د بې وسي او مجبوري يو بې ياره او مدد ګاره سايه پاته شوې وي. يا شايد دروېش دا وئيل غواړي چې هغه د خوف او تشويش په يوه داسې ګوشه کې اوسي چرته چې خوب يو مخ د سړي نه مرور شي او شوګيرې د هغه تقدير وګرځي. په دې بل شعر کې داسې ښکاري، لکه تنهائي او د هغه خپل وجود چې د هغه د پاره د کرب او اذيت پيلامه وي.  په دنيا کې هغه چرته يو قريب يا دوست نه لري. شايد ځکه د هغه له وجود سره د هغه ناترسه تنهائي هم ملګرې شي. نو دغه اغزى بالآخر د دۀ په زړه کې مات شي. هغه دلته صرف تنهائي زده او خود زده نه دى. بلکې هغه خو دومره خزان زده ښکاري په کوم سوب چې د دنيا يو سپرلى هم د هغه د تازګي باعث نشي ګرځېدلى. ګوا اوس "زېړ رنګ" د هغه تقدير ګرځېدلى دى. شايد ځکه هغه هم په دغه کرب او اذيت کې خپلي ساوي اخلي. مطلب دا، چې اوس د هغه پر وجود باندې د افسردګي سپېره غوندې دائره راګرځېدلې ښکاري. يو موسم هم د هغه کرب، اذيت او خوف نشي کمولى. 

دا منم چې نه څراغ يم نه سهار يم

مګر بيا هم د تيارو د سترګو خار يم

 

دنيا د دروېش دراني لپاره د زندګۍ يو لاحاصله غوندې مسکن دى. چې رڼا ئې مدام له بنيادم څخه په منډو ښکاري. دنيا، چرته چې صرف تاريکې او تاريکې وي. هلته د رڼا ځاى امکان هم نه لري. خو دلته چې د هغه سره کوم خوف او وهم لاحق دى. هغه دا دى چې د هغه نه رڼا يو مخ مروره ده. هغه نه يو څراغ دى او نه يو سحار، او هغه اوس خپله په يوه وېروونکې تاريکه باندې بدل شوى دى. خو له دې باوجود هغه د تيارو د زړۀ اغزى ښکاري . دغه دنيا دومره بې حسه ده چې په يوه حال کې هم بنيادم د سکون ساوي نشي اخستلى. مطلب دا، اوس هغه د دنيا د بې حسۍ په تاريکه کې را ايسار دى. سعيد ګوهر  د هم دغسې توري تاريکې ذکر په يو شعر کې داسې کوي. 

دومره توره شپه پخوا خو په ما نه وه 

چې سحار شي د څراغ رڼا به ګورم 

 

ماتو تڼاکو! زخمي تلو! په ګړځ ډکو سترګو!

د عار خبره ده، چې پاته شي نيمګړى سفر

 

 په ذکر شوي شعر کې پرله پسې درې واړه مخاطبې ، د وجودي کرب له اذيته ډک وجودي مشابهتونه ښکاري. مطلب دا چې د ژوند سفر هغه له څومره بد حالۍ سره مخامخ کړى دى. په دې حقيقت هغه خبره دى چې دغه ناروا سفر څومره وېرونکى او اذيت ناک دى. خو د دې باوجود هغه دغه نا ترسه سفر جاري ساتي. ولي چې د هغه د وجود تکميل هم هله امکان لري. چې د هغه د ژوند له دې مصائبو او مشکلاتو نه راتېر شي. ګوا دا د هغه مجبوري ده. چې هغه به په هر حال کې دا مشکل سفر تر سره رسوي. خو په دې شعر کې هغه د خپل وجود د بې مثله انفراديت د بقا آرزو لري. په دې شعر کې د هغه د همت او حريت د جذبې يو احساس هم قاري په شدت سره محسوسوي په بله معنا موږ دا وئيلى شو چې دغه وجودي مشابهتونو کې چې کوم کرب او اضطراب دى. هم دغه د هغه د ژوند تمام تر حاصل هم، داسې ښکاري لکه شاعر چې کټ مټ د بې وسۍ د يوې مجسمې په څېر،  د ژوند له دې ازغن او ګرد آلود سفر سره همسفر مخ په وړاندې روان وي. 

 کله کله دروېش درانى بېخي له دنيا نه اجنبي او بېګانه غوندې ښکاري. خو دا خبره دلته د غور او فکر وړ ده چې که د دنيا هغه  نه دى پکار. نو د هغه هم دغه لا حاصله، بې معنا او بې حسه دنيا نه ده پکار. د زندګۍ هره مېله هغه ته يو فرېب او دروغ معلوميږي. هغه که تماشائي دى نو د خپل اجنبيت او د بېګانه ورځو تماشائي دى. هغه اوس له دې بې حسي دنيا او له دې دروغجن ژوند څخه چرته ډېر ليري تللى دى. دغه اجنبيت او بېګانه والى د هغه د وجود د بې ثباتي استعارې دي. د کوم نه چې د خوف او ويرې سرچينې رابهيږي. يا هم دغه استعارې د هغه د بې کچه اضطراب، اذيت او تشويش علامتونه دي. د بې وسۍ او بې يقينۍ دغو وجودي عقايدو شايد هغه له يو ناتمام غم سره اشنا کړى دى. له يو داسې غم سره چې اسوېلي ئې دى خپله اوري. په هم دغه تناظر کې د هغه يو څو حسي تجربې څه داسې دي. 

دروېشه! چا درته نه لپه ، نه لمن ونيوه

شوې مي له خاورو سره خاورې ملغري اوښکي

 

مقدره! دا دي زړۀ را باندې وسو 

که دي نشته خوارۍ نورې په لمن کې

 

هر څه مو لوټ شول اوس اسمان ته ګورو 

څوک مو له سره دغه بام وا نخلي

 

   ذکر شوي درې واړو شعرونه د دې حقيقت اثبات کوي. چې شاعر په دغه نابوده دنيا نه څوک غمخوار لري او نه چرته يو دوست او قريب، شايد ځکه هغه ته خپل ځان بېګانه او اجنبي غوندې ښکاري. او په داسې صورت حال کې هغه کله د خپل ځان سره هم کلام ښکاري او کله  له مقدر سره. په دواړو صورتونو کې هغه په خپل وجود يا ذات کې لاهو ښکاري . په هم دغسې لمحاتو کې هغه له شديد کرب او نا اشنا غوندې دوک سره مخامخ کيږي. او د هغه د خود آګهي نه د اجنبيت او بېګانه والې د اسويليو چيغې راوزي. يوه نا تمامه بې چيني د هغه په وجود باندي سوره او مسلطه ښکاري. د هغه اوښکي له خاورو سره خاوري شي. ليکن د بد قسمتۍ خبره خو دا ده. چې دلته يو سړى هم داسې نشته، چې د هغه اوښکي د خاوري کېدو نه بچ کړي. په داسې صورت کې هغه د خپلو اوښکو مرګ په خپلو سترګو ويني. دلته دا خبره هم واضح شي چې  هغه دلته صرف اجنبي او بېګانه نه دى. بلکې يو مخ تنها او يوازي هم دى او چې کله له مقدر سره ګويان وي نو هم د دې حقيقت انکشاف وشي. چې دلته بل يو هم داسي بنيادم نشته چې د هغه سره هغه خپل درد او غم شريک کړي. مطلب دا، چې دا ټوله دنيا د يو وجودي غوندې د هغه لپاره د غېر غوندې ښکاري . په دريم شعر کې د هغه دغه اجنبيت او بېګانه ورځ په يو نا اشنا غوندي تشويش او خوف بدله شي او دغه چيغه پورته کړي چې اوس خو له ماسره هيڅ هم نه دي پاته شوي. مطلب دا، چې نور خو هر څه لوټ شول بلکې کور مو لا هم لوټ او چور شوى دى. صرف يو د اسمان بام مو پر سر پاته دى. اوس د دې د چور کېدلو خوف زما د نا آسودګۍ او افسردګۍ پېلامه  ګرځېدلى دى. مطلب دا چې هر وجودي مشابهت د هغه د کرب او  اذيت يوه سر چشمه معلوميږي. د کومې نه چې مسلسل د هغه د درد او دوک اوښکي را بهيږي. 

 

زندګي پکې رنځوره غوندي ښکاري

په دا ښار باندې د څه بلا سايه ده؟

 

د ژوندانه په تاودۀ لمر کې تر آخره موږ ته

معلومه نه شوله چې سورى د اور بل چرته دى؟ 

 

خداى خبر چې څه بلا وه په هر کور کې

تر سهاره به ژړا وه په هر کور کې

 

 دلته دروېش دراني په درې واړه شعرونو کې د ژوند تصوير کشي او منظر کشي کړې ده. او دغه حسي تجربې د وجودي احساساتو د دړد او دوک نا اشنا غوندې چيغې معلوميږي. مطلب دا دى چې د هغه په خيال ژوند د دوک او دړد کور دى. و هر طرف ته ژړاوي او چيغې دي او هر طرف ته صرف اوښکي او اوښکي دي. د دغه نا تمام دوک او دړد او ماتمي ماحول په سوب زندګي په يو داسې رنځ اخته شوې ده. چې کله هم له دې ابدي رنځ څخه نشي خلاصېدلى. شايد په زندګۍ باندې د يو نا اشنا بلا مکروهه سايه خوره وره ده. دا څنګه زندګي ده؟ چې پکې د دوک او دړد د نه سېوا بل هيڅ نشته. د زندګۍ تود لمر خو کټ مټ د يو جهنم د تنور په څېر دى. دغه جهنم خو د وجود په سوځولو باندې معمور دى. داسې نه وي چې د وجود دغه لرګى يو مخ وسوځي او ايرې ايرې شي. دغه جهنم خو صرف د زلفو يو سوړ سورى سړولى شي کوم چې ناياب دى. له هر کوره صرف دړدېدلي چيغې راوزي. يا د ژړا ساړه ساړه اسوېلي. دا څنګه بلا ده؟  چې په کور کور  کې ئې ماتم برپا کړى دى. دا کېدى شي چې خوشحالي هم دغې منحوسې بلا قتل کړې وي. يا شايد هغه اوس د ابدي خوب په غېږ کې ويده شوي وي. د غم او ماتم دغه دائره نه يوازي ډېره وېروونکې ده بلکې د دهشت په ناروا خوف باندې ډکه هم ښکاري. درې سره حسي تجربې د وجودي احساسِ کرب آئينه دارې ښکاري او اوس دروېش درانى د اضطراب او بې قراري له يو بل نا اشنا غوندې کېفيت سره مخامخ دى. دا يوه داسې دنيا ده چې پکې د مسرت چرته نوم او نښان هم نه ښکاري. شايد ځکه موږ د هغه په دغه وجودي کرب کې د کرب او اذيت دړدېدلي چيغې صفا اورو. دغه حسي تجربې بلا شک و شبه د ژوند او د دنيا د بې حسۍ او بې معنويت له کربه ډک وجودي علامتونه دي. 

 د معروضي حقايقو نه انحراف او د کائېنات له ټولينزو رابطو څخه يو مخ لا تعلقي، هغه اوس تر ځان پورې محدود کړى دى. هم دغه محدوديت هغه په دې مجبوره کړى دى. چې هغه اوس صرف تر خپل ذات پورې محدود و اوسي. او د زندګۍ دغه سفر هم دغسې جاري وساتي. چې کله هغه د داخليت په دائره کې يو مخ اسير شي نو بيا د هغه د وجودي کرب چيغې کټ مټ په دغه صورت کې راوزي. 

لاس چې هر ښاخ ته غزومه، نو عذاب نزدې وي

زما و ګوتو ته اغزى ته سره ګلاب نزدې وي

 

زه چې د ژوند په سمندر کې يم څپو اخستى 

کناره لري وي دروېشه! او ګرداب نزدې وي

 

دلته ماښام تل د ماتم په تور لباس کې راځي

دلته سهار وي د کفن غوندې رڼا اغوستې

 

 له دغو حسي تجربو نه داسې ښکاري لکه هغه چې د لاښئيت په خلا کې اوسي. خو د هغه موضوعي يقين او داخلي عقيده يا احساس د هغه امکاني وجود ته دا شعور وربخښي. چې هغه به د لا شى څخه يو شى جوړيږي. او هم دغه مقام، په هم دغه دوک او غم کې چرته غلى دى. شايد ځکه د هغه وجودي کرب له هغه نه د شى جوړېدو لپاره هغه ته نور توان او طاقت ورکوي. ولي چې اصل حقيقت د هغه خپله موجودګي ده کومه چې هغه په هر حال کې محسوسوي. ګلاب او اغزى ماښام او سهار، سمندر او کناره د هغه د کرب او اذيت هغه وجودي مشابهتونه دي. چې هره دائره ئې د اذيتونو قيام ګاه معلوميږي. خو د هغه په سفر کې ګام په ګام ناکامي شايد په هغه باندې د وجود د تکميل د پاره نوي نوي دروازې خلاصوي. دا بېله خبره ده چې له يوې دروازې چې هغه خپل وجود ته ګوري. نو اغزى  و هغه ته زيات قريب او نزدې وي. او ګلاب بلکې سور ګلاب د هغه نه دومره لري وي. چې ليدل ئې لا هم امکان نه لري. د ژوند د سمندر څپو د هغه وجود د يوه خلي په څېرپه مخه کړى دى. خو د زندګي دا بې پايا نه سمندر کنارې کله لري. ماښام هغه ته د ماتم د تور لباس په څېر ښکاري او سهار د کفن په سپينه رڼا کې ملبوس. مطلب دا چې هر طرف  ته نېستي او نېستي ده. چرته چې ماښام د ماتم په تورلوګي کې را ايسار دى او سهار د کفن په سپين غبار کې. مطلب دا چې هغه د داخل په سترګه د زندګي دشت کله د ماتم په تور ګرځ کې اسير ويني او کله د زندګي دشت د کفن په يو سپين غبار کې نغښتی. ايا ژوند د واهمو يو دويم نوم دى؟ که انساني وجود د دغه غېر يقيني صورت حال په سوب په يوه واهمه باندې بدل شوى دى؟ ايا د وجودي کرب سفر دومره المناک او اذيت ناک وي؟ د دې سوالونو ځواب هم موږ د دروېش دراني په حسي تجربو کې په اسانه لټولى شو. لکه هغه چې وائي. 

 

ورک به مي وجود د ژوند په لار ؤ او چانه ليدم

ټول عمر چاپېر تر ما غبار ؤ او چانه ليدم 

 

سترګي د جهان په اوښکو باندې داسې ډکې وې

سر زما تمامه ورځ په دار ؤ او چا نه ليدم 

 

سترګي مي ډکي دي په اوښکو راته نه ښکاري څوک

دې بې لباسه مخلوق ده زما ژړا اغوستې

 

 نو د دې مطلب دا شو چې د ژوند ماښام د ماتم په تور لباس کې نه دى ملبوس بلکې د هغه خپل وجود په ماتمي لباس کې نغښتې دى. نه سهار د کفن سپينه رڼا اغوستې ده. دا خو د هغه خپل ذات د کفن په سپين غبار کې ملبوس ؤ ولي چې ماښام هغه خپله دى. او سهار هم، ولي هغه خبر دى. چې ازغى د هغه د وجود لپاره پيدا شوى دى، ګلاب نه. د سمندر څپې د هغه د وجود لپاره پيدا شوي دي، کناره نه. مطلب دا چې دا هر څه د هغه د خپلو کړو فېصلو نتيجه ده. ګوا دغه حالات هغه خپله پيدا کړي دي. ولي چې تيارې او رڼاوي د هغه په تصرف کې دي. تقدير د هغه په خپل لاس کې دى . په دنيا باندې هر موسم چې راځي. دا د بنيادم د فېصلو مرهونِ منت وي. ښکاره خبره ده. چې دلته چې هر څه کيږي او روان دي. دا د هغه د داخلي فېصلو په سوب دي. که چرته بنيادم د خپلې هستۍ او زندګۍ لپاره په فکر اخته دى. نو بايد هغه دا فکر هم وکړي چې هغه د ژوند د هرې پېښې يا مرحلې په اساس خپله فېصله هم په ذمه داري سره وکړي. ولي هغه همه وخت له وخت سره په جنګ اخته وي. او دا ځکه چې هغه په عمل يقين لري. هغه چې هر وخت يوه فېصلې کوي. نو ټول بني نوع انسان د هغه په نظر کې وي. مطلب دا. چې د هغه هره فېصله عالمګيره وي. شايد هم دغه د وجوديت د نظري مباحثو بنيادي او اساسي عمل دى. هم دغه د هغه  خود آګهي  او خود بيني ده او هم دغه د هغه اساسي او بنيادي وظيفه ده. تيارې هم د هغه د فېصلو په رد عمل کې راځي او رڼا ګانې هم. له بلې لارې داخليت موضوعيت په خپل ګرفت کې ګرسره نشي اخستى. په دې حقيقت هم موږ ټول خبر يو. چې جذبه د موضوعيت د اظهار دويم نوم دى. او په موضوعيت يا داخليت کې دا توان موجود دى چې هغه په معروض باندې خپله حکمراني د خپلې خوښې مطابق کولى شي. ولي چې صداقت د موضوعيت اصل انتخاب دى. او د صداقت بقا د وجود اصل تمنا او خواهش دى. اوس د دروېش دراني ځيني نور وجودي احساسات په پام کې نيول پکار دي. او دا کتل پکار دي. چې هغه په "زه" کې څومره لاهو شوى دى. يا څومره په خپل ذات کې ورک دى. ولي چې د هم دغه ذات له لارې په اصل کې د حقيقت لټون او د صداقت تلاش ممکن دى. او هم دغه د وجودي کرب او اذيت اصل او حقيقي سرمايه ده. موږ ولي په دې دنيا کې اوسو؟ زما ذمه واري څه ده؟ زما حقيقت څه دى؟ وجود ولي يو اصل حقيقت دى؟ دا ټول سوالونه د انسان د داخل يا ذات نه رابرسېره شوي. او د دې سوالونو ځوابونه د فرد په عمل کې پټ او نهام دي. مطلب دا، چې صرف ذات د حقيقتونو يوه حقيقي دنيا ده. کومه چې د انساني عمل په ردعمل کې ساوي اخلي. معروضيت خو د داخليت له شکمه رازيږي. په هم دغه عقيده هر وجودي پوخ ايمان لري. په عارضي تو ګه موږ د زمان او مکان په يو داسې دنيا کې ساوي اخلو. کومه چې له بده مرغه عارضي ده. او د دغې دنيا د اوسېدونکي اصل منزل مرګ دى. بيا په دغه دنيا کې د جبرو اذيت لمحې هم مېشته وي او د بنيادم بې وسياني او مجبورياني هم، او ورسره ورسره د انتشار او بد نظمۍ فضا هم خپل وجود لري. خو د دې ستړو او بدو ورځو او ناروا لمحو مقابله صرف او صرف وجود کولى شي. ولي چې هغه خپله هم د خود احتسابي له عمل څخه تېريږي. ځکه هغه د ژوند او د دنيا احتساب کول هم خپله ذمه واري ګڼي. او په هم دغه اساس هغه ځيني سوالونه پورته کوي؟ چې آخر داسې ولي دي؟ 

شينکي اسمان دى خپل حساب او کتاب سم ساتلى

د ستورو شمېر ئې دى زما تر زخمو کم ساتلى 

 

قافلې ولاړې تر منزله او زه شل پاته يم

په نيمه لار باندې بېوسه لکه پل پاته يم 

 

وينځم تاله کومه وخته زه دروېش په خپلو اوښکو 

ته زما توره قسمته! لا هغسې ئې تور پاته 

 

 له دغو وجودي احساساتو چې کوم سوالونه راپورته کيږي. هغه زما په فکر دغه درې سوالونه دي. 

١.  دا شينکى اسمان هم دومره بې انصافه دى؟ 

٢. آيا زه په نيمه لار باندې پاته شوى يو بېوسه پل يم ؟

٣.  ايا اوښکي هم د قسمت دغه تور نشي صفا کولى؟ 

 په دې هر سوال کې د بنيادم بلا حيراني او تشويش خپل وزر رپوي.  او ورسره ورسره پکې د فرد د ناتمامۍ بې وسۍ شکايت او ګيله هم له ورايه ښکاري. دا به هم منو چې د دې سوالونو په پس منظر کې يو خوف هم غلى ولاړ ښکاري. د حساب کتاب دغه وجودي کهاته نه يوازې د قاري احساسات رالړزوي بلکې د هغه ذهن او زړۀ هم په لرز اخته کوي. آيا دا د کرب او اذيت يو نوى صورت يا يوه نوې دائره نه  ده؟ هو! دا يوه داسې دائره ده. کومه چې د وجود د ناکاميانو او بې وسيو نښاندهي کوي. کټ مټ لکه دروېش چې په اول شعر کې دا وئيل غواړي. چې د هغه د وجود زخمونه د اسمان تر ستورو زيات دي. خو شينکى اسمان له دې صداقته يو مخ ناخبره ښکاري. له هم دغه ځايه د هغه حيرت شروع کيږي. او د اسمان د غېر منصفانه روئې په سوب هغه په دې تشويش کې مبتلا شي. چې آيا اسمان هم رښتيا نه وائي؟ د هغه وجود زخمي زخمي دى او د دې باوجود د هغه دا حال دى. 

 مطلب دا چې هغه وئيل دا غواړي چې هغه دومره بې وسه دى؟ چې هيڅ هم نشي کولى؟ آيا د هغه حقيقت بس هم دغومره دى؟ شايد هم دغه پوښتني د هغه وجود د وئينۀ غوندي خوري. آيا د وجودي کرب دغه داستان دومره تريخ او دړدوونکى دى؟ هو حتماً دغومره دړدوونکى دى. بلکې دغه تريخ داستان د وهم، ويرې او تشويش څخه ډک پک دى. کله کله داسې ښکاري لکه دنيا چې کټ مټ د يوې بندې کمرې په مثال  وي. چې بنيادم ترېنه يوه خوا ته هم نشي وتلى صرف مرګ و دې کمرې ته د راتګ لپاره خپله دروازه جوړولى شي. يو څو شعرونه نور

په اوبو د  دښمنۍ ده د دې ښار خټه اخښلې

د خپل کور له دېوالونو اى دروېشه د ډار وخت دى

 

چې هر يو غم کله زما کره راځي دروېشه!

ورسره ډله د غمونو وي تنها نه راځي 

 

خداى خبر چې څه بلا وه په هر کور کې

تر سهاره به ژړا وه په هر کور کې

 

 شايد د دنيا دغه نفس نتګه کمره صرف يوه کمره نه ده. بلکې دا د غم، ماتم، خوف او د وهم کور دى. شايد ځکه بنيادم د دې کور له دېوالونو هم خوف زده او وار خطا ښکاري. آخر دا بنده نفس تنګه کمره دلته غمونه  او اوښکي څرنګه رابولي؟ دلته خو غم هم يوازي نه بلکې د يوې لوئي قافلې په صورت کې راځي. شاعر دلته وئيل دا غواړي. چې آخر هغه په څومره ناروا بندي خانه کې بنديوان  دى.  او له دې بندې خانې څخه فرار هم امکان نه لري. ايا هغه به د کرب او اذيت له دې ګرومه کله خلاصيږي؟ خو د دې دومره عذاب او اضطراب باوجود هغه خپله موجودګي احساسوي. او هم په دغې موجودګۍ کې د هغه د ذات اثبات کيږي. او س که موږ لږ غور او فکر وکړو نو دلته دروېش د بندي خانې په يوه ناروا دائـره کې را ايسار ښکاري. او له دغې دائرې د وتلو لپاره يوه لاره هم نشته. بس دلته صرف د وهم او تشويش تورې تورې سائې په هغه شا او خوا ولاړي وي. او د دې حقيقت او صداقت اثبات هم ترېنه په اسانه کيږي. چې هغه اوس يو مخ تنها پاته شوى دى. په داسې صورت کې هغه تر څنګه وجودي کرب راتېريږي. د دې تريخ حقيقت اثبات د هغه موجودګي خپله کوي. اوس سوال دا پيدا کيږي چې دغه کرب، اذيت، مايوسي، تنهائي، اجنبيت، خوف، وهم او تشويش، د هغه تقدير ګرځېدلى دى. يا که دا هر څه د هغه د خپلو فيصلو ردّ عمل دى؟ 

 زما په شخصي فکر دروېش درانى په دې حقيقت رسېدلى دى. چې د دې دنيا او ژوند سترګي  د هغه د اعمالو په سوب نم آلودي دي. ولي چې د هغه وجود يو مطلق صداقت دى او دا  اختيار هم  صرف د هغه و دې وجود ته حاصل دى چې هغه د زندګۍ لمن له اوښکو ډکوي، که له قهقهو او خنداګانو. ولي چې دا قدرت او طاقت صرف او صرف د هغه په لاس کې دى. شايد په هم دغه تناظر کې هغه د خپل وجود د موجودګۍ اثبات په خپلو حسي وراداتو کې داسې کوي. 

 

سترګي مي ډکي دي په اوښکو راته نه ښکاري څوک 

دې بې لباسه مخلوق ده زما ژړا اغوستې

 

دروېشه! چا درته نه لپه نه لمن ونيوه

شوې مي له خاورو سره خاورې ملغلري اوښکي

 

هر کور له چې به ورغى، نو هلته به ژړا شوه 

موجود په هغه ښار کې لکه غم ؤ يو سړى

 

هو! دا اوښکي د هغه د موجودګۍ نه يوازي اعتراف کوي. بلکې د هغه د وجودي کرب او اذيت اثبات هم کوي. د وجودي مشابهتونو په تناظر کې دغه هره دائره له څومره اذيته ډکه وه؟ څومره کرب او خوف پکې مېشته ؤ. هغه څومره تنها او اجنبي ښکاري. د هغه د وجود دغه سفر د څومره مشکلاتو او مصائبو نه ډک ؤ. د دې ځواب به حتماً  ماله د دې نيمګړي تجزئې لوستونکي راکوي.