حزب الله ډلې پر اسرائیلو بریدونه کړي

حزب الله ډلې پر اسرائیلو بریدونه کړي


  • 6 مياشتي دمخه (13/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 251

د لبنان حزب الله ډلې ادعا کړې چې د اسرائیل په توپ خانې یې لسګونه کاتیوشا راکټونه ور توغولي.

یادې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بریدونه د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو د هوايي برید په ځواب کې شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، اسرائیلو د لبنان په جنوب کې پر کلیو بریدونه وکړل چې عامو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله؛ نو ځکه دوی هم ځواب ورکړ.

سره له دې چې د حزب الله ډلې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د راکټونو شمېر نه دی مالوم شوی، خو العربیه شبکې ویلي، چې حزب الله ډلې پر اسرائیلو تر دېرشو زیات راکټونه ور توغولي دي.

پر اسرائیلو دا برید په داسې حال کې کېږي، چې امریکايي چارواکي وايي ایران پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې پر اسرائیلو بریدونه وکړي.