امریکا: افغان جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې پای موندلای شي.

امریکا: افغان جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې پای موندلای شي.


  • 3 کاله دمخه (04/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1022

سمسور (سه شنبه د غویي ۱۴) امریکا وایي، د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو راهیسې روانه جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې پای ته رسېدلای شي، ځکه چې افغان جګړه نظامي حل نه لري.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد او د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. 

په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت څخه د ملاتړ څرګندولو سربېره ټینګار کړی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلای شي. 

مطلب د خلیل زاد په حواله لیکلي، چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه

به طالبان پرېنږدي، چې د جګړو له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي، بلکې دوی باید د خبرو مېز ته را وګرځي او جګړو کې کمښت وښیي.

خلیل زاد د افغان سولې مسئلې پر سر د سیمې له هېوادونو وروسته کابل ته راغلی، چې تېره ورځ یې له ولسمشر غني او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره پر افغان سوله بحثونه کړې دي.