بنګله دېش افغانستان له پنځم مقام شپږم مقام ته وغورځاوه.

بنګله دېش افغانستان له پنځم مقام شپږم مقام ته وغورځاوه.


  • 3 کاله دمخه (26/05/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1429

د ایسفاین کریک انفو د معلوماتو له مخې بنګله دېش ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د لارموندولو لپاره د نومرو ټیبل ټاپ کړ. 

بنګله دېش تېره ورځ سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره دغه کارنامه وکړه.

په دغه فواینټ ټیبل کې بنګله دېش د ۵۰ نمرو په درلودلو سره لومړی، انګلینډ د ۴۰ نمرو په درلودولو سره دوهم، پاکستان د ۴۰ نمرو په درلودلو سره درېیم، اسټرالیا د ۴۰ نمرو په درلودلو سره څلورم، نیوزیلینډ د ۳۰ نمرو په درلودلو سره پنځم، افغانستان د ۳۰ نمرو په درلودلو سره شپږم په همدې ترتیب ویسټ انډیز اووم، هندوستان اتم، زمبابوې نهم، ایرلینډ لسم، سوت افریقا یوولسم، سریلانکا دولسم او نیدرلینډ په دریارلسم مقام کې قرار لري.

له دې وړاندې بنګلادېش شپږم مقام درلود؛ خو کله یې چې سریلانکا ته په دوه یو ورځینو لوبو کې ماتې ورکړه لومړي مقام ته یې ځان ورساوه او افغانستان یې له پنځم مقام شپږم مقام ته خطا کړ.