د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د قزاقستان الماتا ښار ته په افغان-قزاق نندارتون کې د ګډون په پار سفر کړی دی.
دغه پلاوی چې حکومتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي پکې شامل دي، په نندارتون کې د ګډون تر څنګ به د سوداګریز اتصال په کنفرانس، له قزاقي چارواکو سره په رسمي لېدنو او په یو شمېر نورو سوداګريزو غونډو کې ګډون وکړي.
یاد وزارت همداراز ویلي، چې په افغان-قزاق نندارتون کې به له ۲۵۰ تنو څخه زیات افغانان ګډون وکړي.