ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح پرفسبوک پاڼې یې، تخار کې د هوايي برید مرګ ژوبلې په تړاو لیکلي چې په کې ماشومانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په اړه یې ثبتوت شته.
د هغه په وینا برید کې"هغه کسان له منځه تللي چې تېره ورځ یې زموږ د ځواکونو وینې تویې کړې."
هغه ویلي ”هغه کسان یې ویشتلي چې پرون یې زمونږ سرتیری په خاورو او وینو ولړل او و یې وژل، داسې ثبوت لري چې انکار ترې نشی کیدی.“
نوموړي ویلی هغه کسانو چې دغه فاجعه رسنیزه کړې قانوني چلند به ورسره وشي، ما خپله دغه ثبوت ولید او د وظیفوی او اخلاقی صلاحیت له مخې یې دوی ته د اخطار او قانونی برخورد خبره لیکلې.