د هلمند ولايت لښکرګاه ښار شاوخوا او په نهرالسراج، ناوه، ګرمسير او کجکي ولسواليو په مربوطاتو کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې ۳۵۱ طالبان وژ شوي.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د ځمکنيو او هوايي عملیاتو په پايله کې؛ د ۲۵ القاعده شبکې غړو، بهرنيو ترهګرو او د دوی د ۱۵ کليدي قومندانانو او سرګروپانو په ګډون، ۳۵۱ طالبان وژل شوي او د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د والي مرستيال په ګډون، ۹۸ تنه نور يې ټپيان دي.
همدا راز ۵۵ ميله ډول ډول سلاح، ۹ پايې مخابرې، ۵ عرادې موټر، ۷ عرادې موټرسايکل، يو باب د ماين جوړولو کارخانه او لسګونه مورچلونه، مرکزونه او پټنځايونه د دښمن ويجاړ، زيات شمېر وسلې او مهمات يې د افغان دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
که څه هم د طالبانو له لوري په دې تړاو څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې هم افغان حکومت طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.