له پاکستاني ځواکونو سره پر فرضي کرښه له جګړو وروسته؛ د پاکستاني علماوو یوه ډله کابل ته راځي.
یو شمېر پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د پاکستاني علماوو څلور کسیزه ډله به روانه اوونۍ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ د جګړو د حل لپاره کابل ته سفر وکړي.
سرچینو ویلي چې دغه پلاوی به په کابل کې د دفاع وزارت له چارواکو او په کندهار کې د اسلامي امارت له یو شمېر مشرانو سره وګوري.
یاد پلاوی په داسې حال کې راځي چې تېره اوونۍ د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستان سره پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړې وشوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
تر دې وړاندې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر هم د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته په یو ورځني سفر راغلې وه.