د ښځې د نړې والې ورځې په مناسبت


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 1266

 زما ګرانې مورجانې

زما مور جانې 
ته رانه لاړې 
ته رانه لاړې  او زه دې  يواځې پريښودلم
په تا باندې مې زړه ډاډه ؤ
په تا باندې مې فكر آرام ؤ
ته مې اميد وې
ته  مې  ارمان وې
ته مې  آرزو وې
په  تا باندې  كور ودان ؤ .
ته د كور بركت وې  .
ته د كور ښائست او ښكلا وې .
ته د كور روښنايي وې
په تا باندې كور رڼا رڼا ؤ 
له تاسره ستا د اولادونو غم ؤ .
له تاسره   ستا د لمسو لمسيانو غم ؤ
له تاسره د خپلو خپلوانو غم ؤ.
له تاسره  د ميلمنو غم ؤ .
ستا په موجوديت كښې د كور فضا له مينې او محبت نه ډكه وه .
د كور هر غړي  دمينى  او محبت  په فضا كښې خوشحاله  ؤ.
مور جانې والله  چې په ما ګرانه وې.
زه  په كويټ كښې مسافر وم
خو ستا ياد ونه به تل له ما سره ؤ .
زما فكر   ستا په يادونو كې  مشغول ؤ .
هره لحظه ، هر ه شيبه به  مې يادولې .
زه به په رخصتيانو كښې ستا ليدو ته درتلم .
دا يوه آرزو وه
دا يو ه هيله وه
ددې آرزو او ددې هيلې قوت ؤ چې زه به يې دې ته هڅولم چې ستا ليدو ته درشم.
زه به په الوتكه كښې كيناستم .
ما به ځان خداى ته وسپاره
دعا به مې وكړه .
چې خدايه په خير مې كورته  ورسوې
الوتكه به والوته .
ما به وې چې  ژوند او مرك د خداى په لاس كښې دی.
خو خدايه  زه د مور ليدو روان يم .
دا مې  ارمان دى
دا مې  خواهش دى
چې هغه ووينم
نو خدايه خپلې مور ته مې په خير سره ورسوه .
چې  د هغې ديدن وكړم.
زه به خوش نصيبه يم كه د هغې په غيږ كښې مې سا ووځي .
كله چې به الوتكه په هوايي ډګر  راښكته شوه.
نو  د خداى شكرونه به مې  په ځاى كړل.
په هوايي ډكر كښې به  يو شمير خپلوان او دوستان  زما د هر كلي د پاره حاضر وو.
 له هغوي سره به مې ستړي مشي وكړل.
بيا به په موټر كښې كيناستو .
ما به پو ښتنه وكړه چې :
بي بي جانه مې څنګه ده .
آيا  هغه  زما له راتلو نه خبر شوې ده ؟
په ځواب كښې به وويل شول چې :
هو ! هغه خبر ده او په ډيره بې صبرې ستا د رسيدو لار څاري.
هغې  نن وويل چې  بيګا مې خپل زوى  په خوب كښې ليدلى دى .
هر څومره به چې كورته د رسيدو لار  او وخت لنډيده هغومره به مې د زړه د صبر كاسه ډكيده  او د مور د ليدو تلوسه به زياتيده.

مور جانې
كله به چې موټر د كور مخې ته ودريد نو ډير ژر به له موټر نه ښكته شوم .
په تلوار به كور ته ننوتم او اول به ستا خونې ته درغلم.
ته به په خپل كټ كښېناسته وې
ته به د پښو د درد له لاسه ودريدلې نه شوی .
زه به ټيټ شوه
ستا مبارك لاسونه به مې مچي كړل.
تا به زما سر او د مخ   ښګل كړ ل.
بيا به دې خواته كيناستم
ما به  د آرام احساس وكړ .
ما به د يو لوي نعمت د حاصليدو احساس وكړ .
ما به د خوشحالۍ احساس وكړ .
زما ناقرار زړه ته به قرار ورسيد .
زما پريشان فكر  ته به آرام  ورسيد.
تا ته به مې په ځيرځير  وكتل
په زړه كې به مې ووې .
چې دا مور لوى نعمت دى.
په كويت كښې هر څه شته
اولادونه راسره دي .
ميرمن مې راسره ده
دوستان راسره دي .
كار او روزګار هم  لرم
اقتصادي ستونزې هم نشته
خو يو نعمت را سره نشته
او هغه مو ر ده .
ټول نعمتونه يو خوا
خو  مور بله خوا
يو نعمت هم  له مور سره برابري كولاى نه شي.
مورجانې
ته زما د ژوند هستي وې
ته زما د ژوند خوشحالي وې
ته زما د سترګو نور وې
ته زما د ژبې كويايي وې
ته زما هر څه وې
اوس چې  ته نه يې
نو هيڅ هم نشته.
بې له تا دا ژوند هيڅ ژوند نه دى
بې له تا د كور په فضا غمكينه ده .
بې له تا د كورنۍ باغچه مړاوې مړاوې ده.
بې له  د خوشحالۍ  احساس مړ دى .
ته زما د ژوند هوسايي وې
ته زما د زړه سكون وې
ته زما د هيلو او ارزوګانو ارمان وې
ته د مينې او محبت  ګرمي وې
او س چې ته نه يې
نو د مينې محبت  فضا سړه سړه ده.
زه اوس  ستا هغې خونې ته چې  ستا كټ پكښې پروت دى ورننوتى نه شم.
زه هغه كټ په سترګو كتلى نه شم.
يو ځل هغې خونې ته ننوتې وم.
ستا كټ ته مې نظر واچولو
ديوالونو ته مې وكتل
په خونه كښې مې  په هغې قالينې سترګې ولكيدې چې ما ستا د پاره په خاصه مينه اخيستې وه.
ما په ديواله باندې زوړند د خپل پلار عكس ته وكتل .
ما د خونې ګړكيو ته وكتل
زما نظر  په خونه كښې   ،  ګړكيو او ورونو ته  په  ځوړندو  پردو ولكيد.
سترګې مې  له اوښګو ډكې شوې
يو آه مې له خولې ووت .
ما وې
 لويه  خدايه
دا مور جانه  خومې د تل د پاره  له دې فاني دنيا نه تللې ده. هغه خو نوره نه راځي.
څه وكړم  ؟
هيڅ كولاى نه شم.
خدايه صبر راكړه
خدايه صبر راكړه
چې د مور د جدايئ  د غم زغم وكولاى شم.
ما فكر نه كولو او په خيال كښې  نه راتلل چې مور به  هم د تل د پاره رخصت اخلي.
ما خيال كولو چې ددې  لوى  نعمت  له فيض نه به تل برخورداره وسم.
دا يو خيال ؤ
دا يو سوچ ؤ.
دا كوم حقيقت  نه ؤ.
حقيقت دادى
چې هيڅوك نه پاتې كيږي.
د خداى ټول بندګان د مركي له كاروان سره ملګري دي .
خوشبخت هغه څوك دى چې په ژوندانه يې د مور خدمت كړی وي .
وايي ": " جنت د مور تر قدمونو لاندې دى ."
هوا ! دا رښتيا ده.
نيكمرغه هغه  څوك دي  چې د مور زړه لاس ته راوړي.
خوش نصيب هغه څوك  دي  چې د مور له دعا ګانو نه برخوردار وي .
مورجانې !
ته رانه لاړې
خو نه پوهيږم چې رانه راضي لاړې او كه نه  ؟
تا خو په ما ډير حقونه درلودل .
زه ستا قصور وار واريم.
زه ستا ګنهګار يم.
تا په ما ډير حقونه درلودل
فكر نه كوم  چې ستا د بې شماره حقونو يو حق هم  ما پوره كړی او پر ځاى كړی   وي.
ستا د حقونو پر ځاى كول زما په شان د يو بې وسه بنده له توان څخه وتلې  خبره  ده.
ته را ته  عفوه وكړه.
ته راته بخښنه وكړ.
ته راته معافي وكړه .
زه درته دعا كوم .
زه درته دعا كوم چې روح دې خوشحاله وسه.
زه درته  دعا كوم چې خداې دې جنتونه نصيب كړه.
زه له خدايه غواړم چې كه ما كومه نيكي كړی وي هغه دې ستا په نيكيو كښې ورزياتې كړي.
زما كرانې مورجانې
ته لاړې
خو ستا يادونه ژوندي دي.
ستا  يادونه زما د زړه په كتاب كښې  ثبت شوي دي .
زه هره شپه دغه كتاب لولم .
ستا ځاى زما د زړه په كور كې  دی .
دا ځاى  څوك نيولى  نه شي.
ته په دې كور كښې   خاص ځاى لرى .
  زما ګرانې مور جانې
خداى دې  وبخښه .
آمين