امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

امریکا له افغانستان سره ۴۷۴ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه


  • 3 کاله دمخه (15/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1260

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ وایي، هېواد یې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې د دې مرستې ترڅنګ یې له افغانانو سره یو میلیون ډوزه د کرونا واکسین مرسته هم کړې ده.

د هغه په خبره، له دې پیسو به په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار اخیستل کېږي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به لګول کېږي.

ښاغلي وېسټ دغه‌راز ټینګار کړی، چې امریکا به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي.

امریکا دغه مرسته په داسې حال کې اعلان کړې، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د بېرته ازادېدو غوښتنې یې هم رد کړي دي. 

بل‌خوا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو تازه څرګندونو کې له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو شتمني باید بېرته ازاده کړي.