بغلان کې د بورې فابریکې له څو کلن ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ

بغلان کې د بورې فابریکې له څو کلن ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ


  • 11 مياشتي دمخه (28/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 380

د یادې فابریکې د پرانېستو پر مهال د دولتي شرکتونو عمومي رئیس عبدالحمید اخندزاده ویلي چې دغو شرکتونو د دولت ۶۰ فیصده پانګه برابروله؛ خو په تېرو دوه لسیزو کې ورته هیڅ پام ونه شو.

په همدې حال کې د بغلان والي عبدالرحمن حقاني د یادې فابریکې پر پرانیستو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی د دا ډول اقداماتو هر اړخیز ملاتړ کوي. 

بل لورته سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې فابریکې کې به ۱۰۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د مجاهد په خبره، دا ډول اقدام به افغانستان د بورې په برخه کې د خودکفايي لوري ته روان کړي.