- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- خوشال خلیل
- 1141
د افغانستان د سولې په اړه پرون د پاکستانۍ ورځپاڼو په حواله رسنیو خبر را اخیستی و چې د طالبانو د رهبرۍ شورا دوې اوونۍ پخوا له پاکستاني چارواکيو سره پټه غونډه کړې، په دغه غونډه کې طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون رد کړی دی. دغو پاکستاني چارواکيو دا هم ویلي چې اوس طالبان د افغانستان لور ته روان دي څو پسرلني عملیات پیل کړي. «دوی نور د پاکستان اډو او پناهځایونو ته اړتیا نه لري، نو که پاکستان پر دوی فشار راوړي چې له خپلې خاورې یې باسي، د پاکستان خبرداری به هغسې اغېز و نه لري چې پخوا یې درلودای شوای» (تاند)
له دې څرګندونو ښکاري چې نوره د سولې کيسه ختمه ده. پاکستان او په سر کې يې پوځ چې کله هم غواړي خپله خبره وکړي، دوی د غیررسمي چینلونو له لارې دا خبره خپروي. پاکستان او په ځانګړي ډول پوځ یې سوله نه غواړي او ملکي حکومت یې صلاحیت نه لري؛ ځکه په پاکستان کې ټول زور د پوځ دی او د پاکستان په پوځ کې لا هم هماغه سوچ موجود دی چې یوه ورځ به افغانستان خپله پنځمه صوبه ګرځوي او دلته به د دوی د خوښې حکومت راځي. په دغه حساس وخت کې چې زموږ چارواکيو او سیاستوالو ټولې هیلې په سوله پورې تړلې وي، د دغو خبرو ناکامي طبیعي خبره ده چې د جنګ شدت ورسره زیاتېږي. کله چې د جنګ شدت زیات شي، له دې سره د افغانستان حکومت باید د دغو چلينجونو په مقابل کې ځان چمتو او اماده کړي. اوس چې دلته موږ د حکومت په منځ کې اختلافونو او ناندریو ته ګورو، بله خوا د جنګ شدت همداسې روان وي، دا به اوضاع ډېره زیاته بحراني کړي او د زیات نه زیات بشري بحران د راتلو خبرداری ورکوي. دلته څو ټکيو ته اشاره کوم.
اول، طالبان په داسې وخت کې د سولې له خبرو سره بایکاټ کوي چې ګلبدین حکمتیار په خبرو کې ګډون ته چمتوالی ښوولی دی، داسې ښکاري چې پاکستان په ډېر مهارت له دغې پروسې پښې باسي او شا ته کېږي. د دې کار لپاره پلمې او بهانې بېخي ډېرې دي، دوی حکمتیار خبرو ته چمتو کړ او بله خوا یې طالبان همداسې پرېښودل، دوی دا غواړي دا ځل نړۍ په دې تېرباسي چې طالبان یو خپلواک حرکت دی او موږ پرې کنټرول نه لرو، بله خوا به د پخوا په څېر د طالبانو پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي. دا چې له وزیرستان او نورو سیمو یې طالبان شړلي نړۍ ته یې هم پلمه جوړه ده چې طالبان خو اوس په پاکستان کې پټنځایونه نه لري او هر څه په افغانستان کې روان دي؛ نو دوی به نهایت کوښښ کوي چې په افغانستان کې جنګ دومره شدید کړي چې حتا یو ولایت یا څو ولایتونه ونیسي او هلته دوی مرکز جوړ کړي دا به یې په راتلونکي کال کې مهم هدف وي.
دویم، دلته د حکومت او نظام په منځ کې ګډوډۍ او د قدرت په سر جنجالونه چې وینو چې په اکثره وزارتونو او ولایتونو کې د ولسمشر او اجراییه ریاست تر منځ کشمکش په اداري او پرمختیايي کارونو کې خنډونه راوستي او لا هم محلي او لوی زورواکي ازاد ګرځي او حکومت ورته څه نه شي ویلای؛ نو بیا ډېره سخته ده چې دغسې یو حکومت د طالبانو د دومره ستر خطر او په راتلونکي کال کې د خطرناک جنګ مدیریت وکړای شي.
هغه ورځ د ښار په منځ کې د ولسي جرګې د یو وکیل د ساتونکيو له خوا پولیس ووهل شول او وډبول شول، په ښارونو کې اختطاف او ورځني جرایم ورځ تر بلې زیاتېږي. هره ورځ د پولیسو او اردو د نامسلکي چلند له امله پوستې تسلیمېږي او له یو شمېر ولسوالیو امنیتي ځواکونه په شا کېږي، حکومت د دغو ټولو کارونو په مدیريت او کنټرول کې پاتې راغلی دی، تر اوسه لا هم پخواني جنګسالاران او زورواکي په واک کې دي او دوی ټول د حکومتي اصلاحاتو په مخ کې خنډونه جوړوي. اوس که چېرته دوی همداسې اختلافات جاري ساتي او په دې حساس وخت کې هم د خپل قدرت د ترلاسه کولو په خاطر به د ټولو هېواد بیړه غرقه کړي.
درېیم، که حکومت و نه توانېږي خپل ځان راټول کړي او خلکو ته خدمات وړاندې نه کړي او دا جنګ په سمه توګه مدیریت نه شي کړای؛ نو د دې امکان شته چې امریکایانو او ناټو هم خپلې مرستې کمې کړي. یا یې محدودې کړي او په داسې صورت کې به وضعیت نور هم کړکېچن شي.
نن کابل ته د ناټو سرمنشي راغلی و چې له ولسمشر غني سره یې ګډ کنفرانس هم ورکړ، هغه هم په خپلو خبرو کې راتلونکی کال د افغانانو لپاره خطرناک وګاڼه او تر څنګ یې د ملي وحدت د حکومت کارونه و نه ستایل، بلکې ټينګار یې وکړ چې زموږ مرستې به مشروطې پر دې وي چې تاسې په خپل حکومتي تشکیلاتو او سیسټم کې څومره اصلاحات راولئ. د ناټو د مشر له دغو خبرو ښکاري چې زموږ نړيوال متحدان هم د ولسمشر او اجرايي رییس تر منځ له کشمکشه په تنګ راغلی دی. خو بیا یې هم له افغانستان سره په خپلو دوامداره مرستو ټینګار وکړ، دا چې ناټو به د افغانستان په مخ کې د دغه نوي وضعیت د راتلو په مقابل کې څه اقدمات کوي دا خبره به په راتلونکو ورځو کې د ناټو په سرمشریزه کنفرانس کې چې په وارسا کې به جوړېږي مالومه شي.
په دغه کنفرانس کې به مالومه شي چې د افغانستان د حکومت دغه کاواکه حالت ته په کتو به په وارسا کې ناټو کومې او څه نوې ژمنې کوي. که چېرته حکومت په دغو را روانو ورځو شپو کې جدي اقدمات او داسې کارونه وکړي چې افغانانو او هم یې نړیوالو متحدانو ته د منلو وړ وي، بیا کولای شي په دغه کنفرانس کې د ملي وحدت له حکومته د لوېدیځ ملاتړ را جلب کړي او که د دوی تر منځ همداسې کشمکش او ناندرۍ روانې وي او حالات ورځ تر بلې خرابېږي؛ نو په هغه صورت کې به دوی دغه کنفرانس ته تش لاس روان وي او دلته به د جنګ لمبې همداسې بلې او لا زیاتې شوې وي.
سرخط ورځپاڼه