کرکټ او فساد

کرکټ او فساد


  • 1 کال دمخه (25/11/2023)
  • مشتاق رحیم
  • 524

پرون د کرکټ نړیوالې شورا د ویسټ انډیز پخواني لوبغاړی مارلن سیمویل باندې په لس اوریزو لوبو کې د فساد کولو او د فساد څیړونکو څخه د معلوماتو د پټولو له امله شپږ کلن بندیز ولګاوه. 

 

کرکټ کې د تکتکي ټګۍ برګۍ ترڅنګ په لوبه کې فساد چې فکسنګ یې بولي او ډېرې بڼې لري له کلونو کلونو معمول دی او پاکستاني لوبغاړي د دغه کیسو سرخط پاتې شوي دي. همداسې سویلي افریقا، او هندوستان! 

 

خو د مارلن سیمویلز قضیه باید زمونږ کرکټ بورډ را ویښ کړي. زمونږ لوبغاړي د لس اوریزو لیګ ترڅنګ د نړۍ په بیلا بیلو لیګونو کې لوبیږي. په دغه لړ کې نوي او را بره کیدونکي لوبغاړي هم شته. بله خوا زمونږ په چټکۍ سره مخ ته روان او ځلانده کرکټ لوبډله، افغان اتلان، که د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپل ښکلي کرکټ له برکته مینه وال لري، همهاله بد خوا او دښمنان هم لري. د دښه دښمنانانو په شتون کې د دې شونتیا ډیره شته چې د افغان کرکټ بدغوښتونکي دسیسې او کیسې جوړولو هڅه وکړي. 

 

کرکټ کې که یوه خوا مخامخ لوبې کې فساد یا فکسنګ یوه ستونزه ده، فکسر کله لوبغاړي د مینه وال په نوم میلمانه کوي، راشه درشه ورسره کوي او ډالۍ ورکوي ترڅو هغوي په خپل جال کې راګیر او بیا د هغوي په مرسته فکسنګ وکړي. ډیر لوبغاړي لکه د زمبابوی هیتسټریک له فکسرانو د ډالۍ اخیستو باندې له کرکټ اړوند چارو څخه بند کړای شو. 

 

د دومره اوږدې مقدمې او کیسې موخه دا ده چې د بورډ پام د فکسنګ خطر او زمونږ د لوبغاړو پوهاوي ته را واړول شي. زمونږ لوبغاړي مینه ناک خلک دي، او هر چا د مینې ځواب په مینه ورکوي. دا چاره که د دوي غوره چاره ده، دا زمونږ لوبغاړي خطرونو ته هم ور مخامخ کوي. زمونږ کرکټ د رب شکر دی تراوسه د فکسنګ له تور داغ پاک دی. دا سپڅیلتا ساتل جدي هڅو ته اړتیا لري. 

 

د هڅو په لړ کې کرکټ بورډ باید د لوبغاړو پوهاوي لپاره په هره کچه کورسونه، د پوهاوي ناستې برابرې کړي ترڅو لوبغاړي د فکسنګ له بڼو، د فکسرانو له چلونو او کاري تکتیکونو او همدا راز د د فکسنګ اړوند مسایلو د راپور ورکولو په لارو چارو پوه کړی شي. زمونږ د لوبغاړو په لړ کې به یو شمیر هرو مرو دې کیسو سره بلد وي خو دا چې په ټوله کې زمونږ لوبغاړي یوازې په خپل کرکټ پام کوي او له نړیوالو رسنیو، زما په اند، کم خبر دي او یا هم د کرکټ د تاریخ بدنامه اړخ ورته پوره معلوم نه دی، نو شونې ده چې دوي د فکسنګ اړوند مسایلو باندې لا ډیر پوهاوي ته اړتیا ولري. ما چې په کرکټ بورډ څو کاله مخکې کومه څیړنه کړې وه، او همدا راز وخت ناوخت وایم چې د کرکټ نرم اړخ باندې هم کار پکار دی، هغې کې د فکسنګ اړوند عامه پوهاوی غوښنه برخه جوړوي. 

 

کرکټ بورډ او د کرکټ لوبغاړو مو خواست دی چې د فکسنګ په اړه پوهاوی عام کړي ترڅو مونږ لکه د هند، پاکستان، سویلي افریقا او ویسټ انډیز د کرکټ په میدان کې له دغه تور داغ پاک پاتې شو.