د لغمان اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یوولس نور ژوبل شوي دي.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د یوه رنجر او سراچې موټرونو ترمنځ د ټکر له امله را منځته شوې ده.
نوموړي ویلي، په دې پېښه کې اته امنیتي سرتېري او درې ملکیان ټپیان شوي او یو ملکي وګړی مړ شوی دی.
یونس یوسفزي د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې.