بښنې سازمان: پاکستان له افغان کډوالو سیاسي استفاده کوي

بښنې سازمان: پاکستان له افغان کډوالو سیاسي استفاده کوي


  • 1 کال دمخه (14/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 478

د بښنې نړیوال سازمان وایي، پاکستان د افغان کډوالو له ډله‌ییز اخراج د سیاسي وسلې په توګه کار اخلي.

د یاد سازمان د سویلي اسیا څانګې مرستیالې لیویا ساکاردي ویلي، د هغو افغانانو ستنول، چې د نوي حکومت له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته تللي، ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

هغې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له خپلې دې پرېکړې په شاه شي او د افغانانو ډله ییزه اېسته ودروي. 

د نوموړې په خبره، که چېرې پاکستان ژر تر ژره د افغانانو د جبري شړلو مخه ونه نيسي، زرګونه ښځې او نجونې به له امنيت، زده کړو او د ژوند له اسانتياوو بې برخې شي. 

مېرمن ساکاردي پاکستان کې د افغانانو پر نیولو او ځورولو جدي اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم نړیوالو سازمانونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. 

پاکستاني چارواکو تېره ورځ ویلي، چې د افغان کډوالو د وېستلو بهیر د چټکولو لپاره به درې نوې لارې هم پرانېزي.

په وروستیو دوو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ زره افغان کډوال په اجباري توګه پاکستان اېستلي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري ویلي، چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغانان بندیان دي او دوی یې د ازادېدو لپاره هڅې کوي.