- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- د سولې نوی هیلې
- 1263
د قطر په پلازمینې دوحه کې د زلمي « خليلزاد» په ګډون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د څلورمې ورځ په پای کې هیله بخښوونکي راپورونه خپاره شول. د طالبانو رهبرۍ شورا ملا عبدالغنی «برادر» په قطر کې د طالبانو دفتر مشر او همدارنګه په سیاسي چارو کې د دې ډلې د مشر د مرستیال په توګه اعلان کړ. د طالبانو له خوا د( ۳۴) افغان سرتېرو او د افغان حکومت له خوا د ( ۱۰) بندي طالبانو تبادله، او همدارنګه د جمعی په ورځ د نورو بندیانو د تبادلې خبرونه ښايي د سولې روان بهیر بریا ته نور هم نږدی کړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني «برادر» ټاکل کېدل به د سولې د خبرو په روان بهیر څه اغیزې ولري؟ ملا برادر څوک دی او د سولۍ په خبرو کې د ده ونډه څومره اغیزمنه کیدای شي؟
د انټرپول د معلوماتو له مخې ملا «برادر» په (۱۹۶۸) زیږدیز کال کې د ارزګان ولایت په دهروود ولسوالۍ کې زیږدلی دی، او د پوپلزیو له قبیلې څخه دی. هغه په (۱۹۹۴) کال له دریېو نورو ملګرو سره د طالبانو تحریک پیل کړ. په دې ډله کې یې د عملیاتي قوماندان او د هرات والي په توګه کار کړی او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد «عمر» مرستیال او باوري کس پاتی شوی دی. د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د هغه نوم د امریکا په تور لیست کې شامل شو، هغه بالاآخره په ۲۰۱۰کال کې په پاکستان کې ونیول شو او بندي شو، خو په (۲۰۱۳) میلادي کال کې د امریکا او طالبانو تر مځ د یوې سیاسي هوکړې له مخې بېرته خوشې شو. ویل کیږي چې د ملا «برادر» میرمن د ملا «عمر» خور ده، د طالبانو مالي مشري یې کړې ده، او د امنیتي ځواکونو پر ضد د بریدونو مشري یې هم کړې ده.
تاسې په جریان کې یې چې له دې وړاندې د سولې په خبرو کې د طالبانو مهمو استازو برخه نه ده درلوده، د دې ډلې له خوا تل بې صلاحیته استازو ګډون درلود، دغو مرکچیانو به تر ډېره د پیغام لیږد او رالیږد مسؤلیت درلود، د پریکړې واک یې نه درلود، دغې چارې د سولې په خبرو شکونه زیږولي وو، او ګومان کېده چې دا ډله سولې ته ژمنتیا نه لري، د سولې په روانو خبرو کې د ملا « برادر» مستقیمه ونډه به دا تشویشونه کم کړي.
باورونه شته چې ملا برادر پخوا هم له افغان حکومت سره د سولې خبرو غوښتوونکی و. له دې معلومیږي چې د دې بهیر د بریالي کېدو لپاره به ملا «برادر» هڅې وکړي، ښايي د پخوا په پرتله د دې ډلې په دریځ کې نرمښت هم راشي. دا چې ملا «برادر» د طالبانو اصلي او باوري کس دی، پریکړه او نظر به یې د دې ډلې غړو ته د منلو وړ وي او کیدای شي د هغو سخت دریځو طالبانو دریځ کې هم بدلون راشي چې وړاندې یې د سولې له خبرو سره مطلق مخالفت درلود. د سولې په خبرو کې وروستیو پرمختګونو او هوکړو ته په کتلو سره امکان د دې هم شته چې هغه په طالبانو کې د خپل نفوذ له امله دا ډله اوربند ته هم وهڅوي، د مقابل لوري هغه شرطونه چې وړاندې طالبانو ته د منلو وړ نه وو، کیدای چې اوس د بحث وړ وګرځي. امکان د دې شته چې د افغان حکومت له استازو سره د طالبانو د استازو ناستې هم وشي.
په ټوله کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني «برادر» ټاکل کېدل د دروان بهیر د بریالي کېدو لپاره یو ډیر ښه زیری دی.