دمیرمن کلتورې ـ ټولنېزبهیر دڅوارلسمې اوونیزې غونډې رپوټ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیبه زمان
  • 983

   د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٩ کال  ۱۴ اونيزه غوڼډه  تېره شنبه د چنګاښ د میاشتې  په (   ۱۹   ) نېټه د د پوهنې د وزارت په تالار کې د پاک الله په سيېڅلي کلام پيل شوه . آغلې ګلالۍ امرخیل  د غونډې دریاست اونجیبه زمان د منشی توب او وږمې فضلې  یې د ستیج چارې پر مخ بیولې.
دغونډې په پیل کې دآغلې خاطرې اسحق زۍ دموردمړینې له امله  دغونډې ګډونوالوخپل خپګان څرګند کړې اودهغې وپاک روح ته یې د لوې خداې ددربارڅخه دمغفرت غوښتنه وکړه. 
غونډه چې د غرمې پر دوه وو بجو پيل شوه، لومړی پکې د ګرانې
خور( زمزمې نیازۍ ) په دغه شعرکره کتنه وسوه :


نصیبه نورې تیارې نه غواړم رڼــــــــاغــــــــواړمه
دغه افغان ولس ته زه جنګ ته پناه غــــــــــواړمه

زما مظلوم ولس دې واړه په غمو اخـــــــــته کې
دښمنه خداې نه دې په سترګوکې ژړاغـــواړمه

دژوند اوږدې شپې مې په غم اودردوتیرې سوی
پس لـــــه دې شپونه دژوند ښکلې سبا غواړمه

دمیندوخــــــــــولونه خنداورکه ده ژړیږې هروخت
دبورومیندوخـــــولــــــوکې خدایه زه خنـداغواړمه

زه زمزمه درنــــــــه نــــــــورڅـــــــــه نه غواړمه
دغه افغان ولس ته سوله ترعقبا غـــــــــــــواړمه


دګرانې خوردشعرپه اړه دغونډې ګډونوالو خبرې وکړې ،شعر یې په مجموع کې ښه وارزاوو او دځینو کوچنیو نیمګړتیاوو یادونه یې وکړه چې شاعره به پکې هغه بدلونونه راولي.
د شعروزن اوقافېه کې کومه ستونزه نه وه اودمنځپانګې له مخې یوښه شعروګڼل سو. وروسته په کاري مسلو خبرې وسوې چې ډیره برخه یې درڼامشاعرې له پاره دکمیټو دجوړیدا اوپه کاری ګروپونودغونډې دغړیو ویش دکاردویش اوښه پرمخ بیولو لپاره ځانګړې سوې وه.
اوهمدارنګه دمشاعرې وروستۍ نیټه داسد دمیاشتې ۱۰ دېکشنبې ورڅ وټاکل سوه
ځکه چې لا تر اوسه دمیرمن بهیر له خوا چاپیدونکي کتابونه چې دوږمې فضلې اوښکلا ځدراڼ  لیکلي او چاپخونې ته استول سوي نه دي چاپ سوي دغه او دمیرمن بهیر نور نشرات په رڼا مشاعره کې وویشل کیږي.
دمیرمن بهیر دغونډې په دریمه برخه کې دغونډی ګډونوالو خپل شعرونه دکلمه کړل ،
په لومړې سرکې دولایتونو له کلیو څخه دبهیر غیابي غړو خپل شعرونه دټیلفون پر کرښه ولوستل بیا لومړی نجیبه زمان یوشعرولوست اووروسته بیا سیمین صدف ،
زمزمه جانې ،ملالۍ اوهوسې جانې وفا خپلې لنډۍ اوشعرونه ولوستل او همدارنګه ګلالې جان  عمرخیل همدارنګه شریفه فیضې،پاریسه خزان،جمیلې،نعیمې اووږمه فضلې خپل شعرونه په وارسره دغونډې په
ګډونوالو  ولورول .
دغونډې په وروستۍ برخه کې نعیمه غني یوه لنډه قصه وړاندې کړه چې ډیره په زړه پورې وه .
وروسته دغونډې پر ګډونوالو دمصور مجلې چې ددغې مجلې دمسوول اجمل تورمان په زیار چاپ سوې پر ګډونوالو وویشل سوه.
په غونډه کې وپتییل سوه چې په راتلونکې غونډه کې به دآغلې سیمین صدف پر شعر کره کتنه کیږي.
غونډه د مازدیګرنۍ په خوړلو سره په څلورو بجو پاي ته ورسيده.هيره دي نه وي چې د ميرمن بهير اونيزه غونډه د هرې شنبې  ورځ په يوه نيمه بجه د پوهنې وزارت په كلوپ كې جوړيږي.