له دبۍ تر کابل جان نهمه هڅه

له دبۍ تر کابل جان نهمه هڅه


  • 3 کاله دمخه (13/04/2021)
  • ممتاز اورکزی
  • 1678

له جلال آباده په روانېدو کښې مې له اوښکو ډکې بېنوا سترګې د بابا د مزار په لور ورواړولې ،ما وييل بابا جانه .حال د وييلو لايق نه دے خو وييل يې هم ضروري دي ګني زما خو به زړه پړق اوچوي .بابا ،له کابله چې جلال آباد ته راغلم .نو ما وييل د بابا مزار ته ځم .راته او وييل شول چې شپه ده .اوس تګ مناسب نه دے .د وطن دښمن زمونږ د شپو تګ محدود څه چې مسدود کړے دے.،چې سبايي شو .بيا مې او وييل چې د بابا په ګور حاضري لګوم .راته بيا او وييل شول چې هسې هم مشاعرې ته ځو کنه .مشاعرې نه اول به د بابا د مزار سلام اوکړو.اوس  به دا نور ځايونه اوګورو.خبره بده نه وه .ما هم په زړه د صبر کاڼے کيښو ،چې مشاعرې ته لاړم /صابر ته مې او وييل چې مزار ته دننه ځم او د بابا په قبر راغوړېږم .له ډيره وخته مې زړه ډک دے سمې حيدري چغې کوم چې دا زړه مې سپک شي وروره .دا له تورو وينو ډک زړه مې بل هيچرته نه تشيږي .صابر خو ورور دے نو .سمدستي ښاروال صيب پسې لاړو .ښاوروال صيب خپله هڅه اوکړه .خو او يې وييل چې هلته کمانډوز ځاے په ځاے شوي دي .ما ته هم اجازه نه راکوي چې مزار ته ننوځم ..بابا جانه ! له تورو وېنو ډک زړه مې داسې درز اوکړو چې ما وييل همدا اوس به کنډک کنډک وينه له خولې اوغورځوم ،خو څه اوکړم؟ بابا جانه ستا پېروکارۍ د صبر داسې شکنجې ته سپارلے يم چې والله که رپ وهلے شم ،لکه د بت اودرېدم ،صابر چې زما په رنګ پوهه شو نو وييل يې سبا به راشو . ما هم او وييل چې،اوس نور بحث کول مناسب ندي .په داسې شرايطو کښې بحث کول هم لفظي تشدد دے .او ما دې الله پاک د عدم تشدد د عظيم داعي د مبارک مزار په سايه کښې د هر قسم تشدد نه اوساتي آمين.

چې سبا شو بيا مې غوښتنه اوکړه .ټولو چارواکو او ملګرو په يوه خوله او وييل چې خامخا به ځو .ولې به نه ځو راځئ چې ځو.خو بابا جانه .هلته د وطن .د ژغورنې .بيا رغونې .د خوشالۍ او سوکالۍ په خاطر بيا ستا بچي راجمع شوي وو ،  پلانونه يې جوړول ، مشورې يې کولې ،تګ لاره يې ټاکله  او ستا د فلسفې د دښمنانو ګواښونه  هم موجود وو.نو مونږ ته او وييل شول چې نه صرف د بابا مزار بلکه ټول ساحه د هر قسم ترافيک د پاره تړلې شوې ده .بابا جانه ! د تورو وينو  ډک زړه سره د کابل په لور روان شو .ستا د مزار په لور مې کتل .بابا جانه.داسې مې احساسول لکه تا چې لاسونه په دعا نېولي وي .لکه ستا په مبارک مخ چې نوراني مسکا خوره وي او د دعا لپه او نوراني مسکا په شريکه ما ته ډاډ راکوي چې ورځه ورځه د مخې دې رڼا شه ،راتلونکے روڼ دے .راتلونکے زمونږ دے .راتلونکے د پښتنو دے .او پخپله شفيقه لهجه کښې راته وايې .چې ځوان سړے يې ولې دې زړه غورځولے دے .بيا راشه کنه.

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده..

بابا جانه د الله په امان.مونږ تاسره مينه لرو.

عزت الله ځواب او جهانزيب مومند مې تر کابله ملګري وو.جهانزيب مومند هم د ملي تلويزيون ځوان او تاند کارمند دے .او ځواب صيب خو هسې هم د تعارف محتاج نه دے .زما ورسره ملګري د زخمک په پلمه جوړه شوے وه .زخمک ځواب صيب له جلال اباد خپور کړے وو.او نن چې راسره په اول ځل ناست وو  نو هېڅ اجنبيت مو تر مېنځه نه وو .لکه د پېړيو د ملګرو په شان غږېدوو.بيا د ماهيپر لاره ده .بيا زه يم ،او د تورو وېنو ډک زړه د کابل په لور وړم .

ماهيپر نه تر کابل تګ څه دے؟ او څنګه دے؟ او دا څنګه چې دے داسې ولې دے؟ ولې ؟ ولې ؟ ولې؟ 

پخير ..... پخير.... پخير...... ما اخوا دېخوا اوکتل چې دا څوک دے .او دا غږ يې څومره زخمي دے .ځواب صيب .که جهانزيب مومند که زمونږ موټر وان؟

 خو دويي ما ته اوس ولې پخير ،پخير ،وايي ؟ دويي سره خو زه له بيګا ملګرے يم....

يا خدايه خير .يا الله رحم .يا پروردګار خير. دا زړه پرې کونکي سلګۍ څوک وهي ؟ يا الله رحم ،وارخطا وار خطا مې بيا يو خوا بل خو اوکتل .

او چې د موټر ښېښې نه مې مخکښې اوکتل نو له جلال آباده تر کابل تللے لوے سړک داسې په سلګو وو .چې رنګ يې تک تور اوړېدلے وو.

ما وييل وا وروره .وا وروره .دا ولې ؟ دا په څۀ ؟ له کابله چې راتلم ماهيپر مې زړه اري ارې کړو .اوس چې بيرته ځم ته مې په  زره چاودو سلګو بدرګه کوې ؟ وا وروره دا ولې ؟ په غريو نېولي غږ يې او وييل چې وطنداره!! خبره واوره ..ټټر مې ټول کندې کندې دے .زړه تنګون ته مې اوګوره ؟د لېدو دے ؟ نه دے کنه؟ 

ما نه خو هسې هم دم ختلے وو ،ما به څه وييل؟ ايله مې سر ورته اوښوراوه.

وييل يې .زما کندې کندې ټټر ،او زړه تنګون ته خو څوک هسې نه ګورې خو زما ګولايانو ( موړونو) ته هم څوک نه ګوري .ما وييل وروره نو دويي په ګولايانو څه کوي ؟ وييل يې ټول د ګولايانو .ميينان څه چې پرستش کوونکي دي .د ګنبدونو د ګولايانو مېنې ړانده کړي دا خلق که نه ويني نو صرف زما ګولايانې نه ويني... د سکې د ګولايي د پاره تر ترکييې او اروپا  په غرونو او سمندرونو د قاچاقبرو په رهبرۍ کښې اوړي ،د ټوپک د تورې خولې ګولايي ورته څومره عزيزه ده؟ د پګړيو ګولايانو کومې کانې او نه کړې ؟ 

د سکې د ګولايي  پخاطر د قاچاقبرانو په رهبرۍ کښې منظم په قطار کښې تر اروپا ځي.د ټوپک د تورې خولې ګولايي يې لا ډير منظم په قطار کښې اودروي .د پګړيو ګولايانې د مرګ تر خولې هم منظم په قطار کښې ‌بېولے شي .خو  که په قطار کښې په اودريدو ورته ځانونه بد ښکاري نو بس زما ګولايانو کښې ورته بد ښکاري.د تجاوز اوږي هره ورځ زما په ګولايانو کښې د غوڅونکو ښېښو چړوګۍ شيندي .هره ورځ مې په کندې کندې ټټر کښې وينه ډنډ کوي .دا د تجاوز اوږي آخر دومره په بيړه کښې دومره په تازيله کښې ولې دي ؟ آيا د دويي اکثريت هغه خلق ندي چې  د مداري لوبې ته ساعتونو ،ساعتونو ولاړ وي .د مار او د نولي جنګ د جنګ په طمع، او بيا آخر کښې د کوتڼو تېل واخلي ،.آيا ډيري يې هغه څوک ندي چې د چرګانو او مړزانو جنګونو ته ورسره ښه ډير وخت وي ؟ خو زما په ګولايانو کښې ورسره وخت نه وي ؟

 ما زړه کښې وييل چې سړک جانه وروره .که مونږ د خپل نظام په رهبرۍ کښې قطارېدل زده کړل نو بيا څه خواري ده ؟ مونږ هر چا پسي قطار شو .خو نظام پسې قطار نه شوو.سړک جان چې زه په چرتونو کښې اولېدم نو راغږ يې کړو .وييل يې يوه سپکه خو نده کنه ..زه د دويي دپاره تر ښارونو اوغځېدم .چې د علم .تجارت.او تمدن تر مرکزونو يې پخپل تټر بوځم .خو دويي زه تر مقتلونو او غځلوم .زه د دويي دپاره په غرونو اوختم .چې کړمې يې اسانې کړم ،دويي زما په ټټر ،سره د ټانکونو ،مشيندارو،او راکټونو را اوختل او د تمدن ،علم ،او تجارت مرکزونه .لوټې لوټې کړل..دا سروبے دے .د عزت الله ځواب صيب خوږ  غږ زما او د سړک د راز او نياز تر مېنځه حايل شو .ما وييل ښه ښه ..جهانزيب خان ته مې وييل چې لا خو وختي دے خو که ممکنه وي داسې لږ د سروبي ماهيان راواخله چې او يې څکو ډير مشهور دي .بيا به خداے خبر کله  کله په دې لارو راځم ؟ ځواب صيب او جهانزيب جوړه او وييل هوهو.ممتاز لالا چې څه دې زړه کيږي حکم کوه مونږ دې په خدمت کښې يو ....جار له مينه ناکه جهانزيبه .صدقه له قدر من ځواب صيب .ګاډے اودريدو .جهانزيب خان ته مې وييل چې بېخي لږ راواخله .وييل يې لالا ورته مې وييلي دي بس شل دقيقې وخت به نيسي ما وييل ښه ..

ځواب صيب خو زبرګ دے وروره .زما مخ ته يې چې اوکتل .وييل يې ممتاز لالا د نظره شوے يې راځه لوګے درته کوم .ما چې ځان ته پام اوکړو ريښتيا هم داسې دروند دروند غوندې وم .وييل مې قربان ځواب صيب ....مونږ ښکته کوز شو .....خو راختم نو بدن مې داسې سپک سپک وو لکه بنګړے ..جار شم ځوابه زبرګه ........زما په خيال دا کوم داسې نظر وو چې د سپيلنو د دود سره رانه لاړو......

پام کــــــــــوه زه هغه نظر نه يمه

چې به په دود د سپېلنو سره ځم